The news is by your side.

د لوړ پوړي افغان چارواکي حساس اعتراف

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې هېواد سختې شپې ورځې تیروي او په تبليغاتي ډګر کې معمولي سهوه هم په ډېر لوړ قيمت تمامیږي خو ځینې افغان چارواکي دې حساسیت ته د اړتيا وړ پام نکوي.

تازه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې د روسیې په دوره و په يوه مرکه کې د شمالي د جګړې په هکله د دولت په نه اماده ګۍ باندې اعتراف کړی دی، محب د يوې خبري شبکې سره په مرکه کې ويلي دي چې د هېواد په شمال کې یې د طالبانو بريدونو تمه نه درلوده.

محب پخپله مرکه کې ويلي دي چې طالبانو له دې څخه وړاندې په شمال د خپلو بریدونو په هکله هېڅ خبرداری نه و ورکړی، له همدې کبله دولتي عسکر د هغوي د بریدونو څخه نه و خبر، له همدې کبله کله چې بریدونه پیل شول نو دولتي پوځيان د حيرانۍ سره مخ شول.

محب په داسې حال کې په شمال کې د حکومت په بې خبرۍ باندې اعتراف کوي چې د هېواد په دې برخه کې حالات ښه ندي، افغان تاجک پوله يا سرحد اوس په کامل ډول د طالبانو په لاس کې دی او د زرو څخه زيات افغان پوځيان تاجکستان ته تښتېدلي دي.

ددې ترڅنګ په مهمو شمالي ولايتونو کې طالبان پرته چې د سخت مقاومت سره مخ شي په لوړه کچه پرمختګ کوي، خو د بل لوری حکومت وايي چې په دې سیمو کې به پراخ عمليات پيل کړي او يادې سيمې به بېرته له طالبانو څخه ونيسي.

د سياسي چارو کارپوهان وايي چې حکومت ته پکار ده چې د لوړو پوړو چارواکو په څرګندونو نظر وکړي او داسې څه پخپله ونه وايی چې دښمن ته د شديدو تبليغاتو مواد تيار کړي، د پوهانو په وينا چې حکومت بايد په تبلیغاتي ډګر کې د سختې ځيرکتيا څخه کار واخلي او د تبلیغاتي جګړې په اهميت باندې پوه شي.

Comments are closed.