The news is by your side.

علی وزیر باجوه ته: د انسانیت دښمن ته يې بخښنه زه وغواړم

خبریال ویب پاڼه/ له تیرو څو ورځو را په دې خوا د باجوه د هغه خبرو په وړاندې سخت غبرګونونه روان دي چې له علی وزیره يې غوښتي ول چې له پوځه بخښه وغواړي.

علی وزیر چې څو ورځې وړاندې له زندان څخه خوشي شو،  خو اوس  بیرته زندان ته وړل شوی هغه د خپلې پاکې مبارزې په لړ کې له زندان څخه باجوه ته یو پرانستی لیک استولی.

علی وزیر د خپل پرانستې لیک په وسیله باجوه ته ویلي تاریخ به مالوم کړي  چې  د انسانیت پر ضد چا جرمونه ترسره کړي، او بخښنه باید څوک وغواړي؟

علی وزیر د خپل لیک په لړکې د پاکستان له بده مخه پرده پورته کړې او ورته ویلي ې دي د یو تریخ حقیقت باندې اعتراف دی چې هېواد کې د حکمرانۍ او سزا واک له چا سره دی.

نوموړي د خپل دوام په قوسونو کې تر ټولو ښه جمله دا کارولې عجبه ده د انسانیت پر وړاندې جرمونه تاسو ترسره کوئ او  بخښنه زه وغواړم

علی وزیر څو میاشتي مخکې یوازي پر حق غوښتلو د مظلومانو د ږغ پورته کولو له امله څو میاشتي کیږي چې زندان کې دی او لاهم د پاکستان  بدمرغه زندان کې شپې او ورځې تیروي.

علی وزیر په خپل پښتنې غرور سره باجوه ته ځواب ورکړ او له دې ظالم پوځ څخه یې هیڅ بخښنه ونه غوښته پاکستانی ریاست له کلونو کلونو را په دې خوا پر پښتون قام قبضه لګولې او هغوی ته یې د ژوند هیڅ هم نه دي پرېښي.

کله چې دوی خپلو ظلمونو ته لا نور هم دوام ورکړ نو د پښتون قام ویښو زلمیو سمدلاسه د پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځ ته کړ چې په تاسیس کې يې علی وزیر هم ډیري هڅې وکړې پاکستان له علی وزیره هیڅ ښه خاطره نلري هغه ویده پښتانه راویښ او د دې مظلوم قام ږغ يې تر نړیوالو ورساوه او د پښتون قام ناره يې په نړیوالو ومنله ځکه نو اوس زندان کې دی پښتون ژغورنې غورځنګ له رامنځ ته کیدلو تر اوسه پوري د پښتونو د حقونو د لاس ته راوړنې لپاره په میړانه ملا تړلې او اجازه يې نه ده ورکړې چې د پخوا په شان لاهم پر پښتنو ظلمونه وشي

Comments are closed.