د جګړې مدیریت پاتي حکومت رسنیو ته نه دریږي
خبریال ویب پاڼه/ په افغانستان کې خراب امنیتي وضعیت ته په اوس وخت کې د جنګي پرمختګ او همغږي هیڅ غونډه جوړه نه شوه چې ووايي حالت باید سم او د امنیتي سکتور خلا له منځه یوسو.
خو د رسنیو د کیفیت د ښه والي او قانوني فعالیت په نوم وزګار وزیران را غورځیدلي او د له دې غونډې د فشار په توګه کار اخلي تر څو رسنۍ سانسور کړي هغوی له رسنیو وغوښتل چې پر قانون برابرې شي.
د حکومت د قانون پلې کونې برخې یو شمېر وزیرانو او لوی څارنوال د رسنیو د کیفیت د ښه والي او قانوني فعالیت په هکله د یو شمېر رسنیو استازه سره مشورتي غونډه او له دې رسنیو يې غوښتي چې د هېواد ملي ګټې په پام کې ونیسي.
د افغانستان لوی څارنوال ذبیح الله کلیم وویل هغه رسني چې د ملي ګټو ضد قعالیتونه کوي دا کار يې د ټولو قوانینو خلاف دی او دوی به د دې رسنیو په وړاندې ډیر جدي ګامونه پورته کړي.
نومړي وویل چې هر هېواد د خپل حریم ساتلو لپاره قوانین لري او د رسنیو د سرغړونې په وړاندې هم قوانین شته چې افغانستان هم په دې کې شته
په افغانستان کې وخت ناوخته کوښښ شوی تر څو په یوه او بل نامه باندې د رسنیو هدفونه سانسور او کړۍ خپلو هدفونو ته ورسیږي چې کله کله دې کړنو ته قانون حکمونو د رعایت نوم ورکول کیږي.
د قانون پلي کول
د افغانستان په هیڅ یوه برخه کې نه قانون ته احترام شوی او نه هم لومړیتوب ځکه نو باید وویل شي چې که پر ټول اتباعو ادارو لویو او وړو باندې قانون تطبیق شي نو بیا به هیڅ ستونزه نه وي ولې چې کله د بې کفایته مسؤلینو هرڅه تر وس تیره شي حالت پرې خراب شي نو بیا هغه وخت ټولې رسنۍ د هېواد ضد او نورو کړنو باندې متهمې کیږي چې دا د یوه نوعه سانسور ایجاب کوی.
لومړیتوبونه څه دي
له بده مرغه باید ووایو چې د رسنیو کتار کې ښايي یو شمېر جاسوسي او پردۍ رسنۍ هم موجودي وي چې دا ډول کړنې ترسره کوي که چیري دولت لومړبتوبونه وپیژني نو بیا دا ټولې ستونزې حل کیدلای شي.
دولت په لومړي سرکي باید امنیت ورپسې قانون پلې کول دریم پر ځان عملي کول او څلورم هم بل تر لاس نیول زده کړي چې بیا به یې هره هڅه بریالۍ کیږي
Comments are closed.