کله به وروستی امریکايي له افغانستان نه ووزي؟
خبریال ویب پاڼه/ یوه امریکايي جنرال سنټرل کمانډ د خپلو خبرو په لړ کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي ږغیدلی او د دې پروسې د ژر بشپړیدلو خبر يې ورکړی.
سنټرل کمانډ د خپلو تازه څرګندونو په لړ کې ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پروسه تر اوسه ۹۰ سلنه بشپړه شوې او پاتي پروسه لاهم روانه ده.
تر امریکا وړاندې د ناټو غړو هېوادونو او د امریکا متحدینو ټولو خپل پوځیان له افغانستانه ایستلي او د امریکا په ګډون د څو محدود شمېر هېوادونو سرتیري لاهم ښايي افغانستان کې پاتي وي.
څو ورځې وړاندې د امریکا د نژدې ملګري هېواد برتانیا له لوري وروستی عسکر هم له افغانستانه ووت چې په دې سره هغوی خپل شل کلن ماموریت پای ته ورساوه.
د ټولو بهرنیو هېوادونو په وتلو سره داسې ویرې شته چې ښايي افغانستان په کورنۍ جګړه اخته او نورو ستونزو کې ګیر شي ځکه امریکا له دې هېوا ده پښې سپکې کړې.
خو اوس تازه سپینې ماڼۍ ویلي چې دوی به خپل حضورته افغانستان کې دوام ورکړي
ه افغانستان کې د امریکا د شل کلن ماموریت ترټولو بد وضعیت همدا اوس پیښ دی په اوس وخت امریکا له افغانستان څخه وزي خو په هکله یې زیات غبرګونونه هم موجود دي.
د امریکا د بیرته تګ په هکله اندېښنې په کور دننه امریکا او نورو هېوادونو کې زیاتي دي خلک په دې نظر دي که چیري امریکا په غیري مسؤلانه توګه له افغانستانه ووزي نو لیري نه ده چې دا هېواد به یوځل بیا د ترهه ګرو په ځاله بدل شي، خو امریکا یوه پریکړه کړې چې پاتیږي به.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي په خبرو تازه څرګندونو کې ویلی چې له افغان دولته به د دوی ملاتړ دوام ولري او د دوی د سرتیرو وتل په دې معنی نه ده چې افغانستان به هیروي او ورته به شا اړوي.
جن ساکي د خپلو خبرو په دوام ویلي د سرتیرو وتلو وروسته هم دوی خپل حضور ته ادامه ورکوي ځکه دوی له افغان دولت سره مرستو او همکاریو ته ژمن دي.
تر دې وړاندې هم امریکا ویلي چې دوی افغانستان یوازي نه پرږدي حتی داسې فکرونه هم موجود دي چې ښايي امریکایان بیرته را وګرځي.
د بایډن د پریکړې پر اساس به تر راتلوونکي سپټمبر میاشت پوري ټول بهرني او امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ووزي او په دې هېواد کې به شل کلن جګړه ییز ماموریت پای ته ورسوي.
Comments are closed.