د افغانستان نا امني د ګاونډیانو لپاره د خطر زنګ
خبریال ویب پاڼه/ ګاونډیان داسې فکر کوي چې زموږ بل کړی اور به موږ ته ګټه وکړي خو اصل کې داسې نه ده ځکه چې د دې اور بڅرکي به حتمي په دوی کې د اوربلیدنې سبب کیږي.
په دې هکله د عرب نیوز په نوم یوې معتبرې رسنۍ مطلب خپور کړی چې د افغانستان ګاونډیانو ته يې د مواجې خطرونو په هکله بحث کړی او د نا امنیو پایلې يې دوی ته هم ښه نه دي بللې.
دا رسنۍ په خپل مطلب کې لیکي له کومې ورځې چې طالبانو پرمختګ پیل کړی له هغه را وروسته یو شمېر ګاونډیو هېوادونو په خپلو پولو کې سرتیري ځای پر ځای کړي او اقدامات يې سخت کړي دي.
مطلب وايي په افغانستان کې روانې نا امنۍ د سیمې او بیا د افغانستان د ګاونډیانو لپاره له خطر خالي نه دي او په دې سره هغوی له سختو ګواښونو او ستونزو سره مخ کیدلای شي.
احتمالي کډوالي، نا امني ګواښونه او داسې نور هغه څه دي چې د دې ستونزو جوړولو یو برخه به وي او خلکوبه کوښښ کوي ترڅو ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي.
تراوسه پوري طالبانو د تیرو مودو را په دې خوا د افغانستان ولایتونو کې زیات شمېر ولسوالۍ نیولې او لاهم مخ ته روان دي چې تراوسه پوري دولت په دې هکله هیڅ هم نه دي کړي یوازي کوم ځایونه چې ورته پاتي دي دومره ویلای شي چې موږ په فعاله دفاع کې یو.
طالبانو په دې وروستیو کې په زیات شمېر ولایتونو کې بریدونه زیات کړي او تیره ورځ یې د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو برید وکړ چې ورسره هممهاله د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شول او په دې ښار کې له دوه ساعته تیرولو وروسته طالبان له دې ښاره بیرته پر شا شول.
خو دافغانستان امنیتي ادارو ویلي چې په قلعه نو ښار کې وسلوالو طالبانو ته لویه مرګ ژوبله اوښتې او بیابه هیڅ کله زړه ښه نکړي چې پر قلعه نو برید وکړي.
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپل تازه دریځ کې تیره ورځ وویل چې د سره صلیب نړیواله کمېټه دي د کویټې شورا سره په همعږۍ د طالبانو مړي د قلعه نوښار څخه د باندې وباسي او کورنیو ته دي ورسوي ځکه زموږ نه خوښیږي چې مړو د جسدونو بې احترامي وشي.
Comments are closed.