The news is by your side.

طالبانو ته د امريکا وروستی ګواښ

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د سولې د مسلې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد نن د طالبانو د وروستیو حرکاتو په غبرګون کې تونده ژبه وکاروله.

زلمي خليلزاد وويل چې د امريکا متحده ايالات به په کابل کې هغه حکومت په رسميت ونه پيژني چې د زور له لارې واکمن شي، ده پخپلو خبرو کې زياته کړه چې که چېرې هرڅوک د زور له لارې کابل ونيسي نو نه يوازې چې امريکا به یې په رسميت ونه پېژني بلکې سخت بندیزونه به هم ورباندې ولګوي.

د امريکا دغه ځانګړی استازی په داسې حال کې د زور له لارې په کابل کې د رامنځته کېدونکي حکومت د مخالفت اعلان کوي چې د طالبانو سره د يو طرفه توافق وروسته یې دې ډلې ته سخت جرت ورکړ چې کابل په زور نیولای شي.

د وروستیو جنګي حالاتو په هکله د امريکا دې استازي وويل چې د طالبانو سره د خبرو په مهال دوي په دې باندې توافق کړی و چې طالبان به په لويو ښارونو باندې بریدونه نکوي، خليلزاد پخپلو خبرو کې وويل چې په دې چټکۍ باندې د طالبانو له لوري د ولسواليو نيولو حيران کړی دی.

مگر د طالبانو يوه هيئت چې مسکو ته په سفر تللی و وویل چې دوی د امريکا سره دا ډول کوم توافق ندی کړی چې په لویو ښارونو به بریدونه نکوي، مګر دوی د خپل ښه نيت له کبله پخپله دا ويلي چې په دوي به په لويو ښارونو بريدونه نکوي ځکه نه غواړي زياته وراني او وينه تويونه رامنځته شي.

د بل لوري بيا طالبان دا هم وايي چې دوي د امريکا سره توافق په دې کړی و چې ټول لوري به تاوتريخوالی کموي، نه دا چې صرف طالبان به يې يو طرفه کموي، طالبان وايي چې د افغان حکومت له لوري عمليات زيات شوي دي ځکه دوی هم په مقابل کې بریدونه پيل کړي دي، د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ هم وويل چې د افغانستان د ملي دفاع وزير پخپله خوله وايي چې شپږ زړه طالبان يې وژلي دي نو اوس څوک وايی چې تاوتریخوالی موږ زيات کړی دی.

مګر په کابل کې چارواکي وايي چې همدا طالبانو د افغانستان په شمال او نورو سيمو کې تهاجمي حملې پيل کړي دي، اتيا ولسوالۍ یې سقوط کړې دی او ان د ولایتونو د سقوط هڅه کوي، افغان حکومت مجبور دی چې ددې بريدونو ځواب ووايي.

Comments are closed.

koi finance