د طالب مشرانو دريځ عام طالبان غوسه کړل
خبريال وېبپاڼه: د طا لبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين تازه په يوه مرکه کې ويلي دي چې دوی د چين د مسلمانانو سره خواخوږي لري خو نور د چين په کورنيو چارو کې مداخله نکوي.
سهيل شاهين وايي چې د نړۍ د ټولو مسلمانانو سره خواخوږي لري هغه که په هر هېواد کې وي، خو د نورو هېوادونو په چارو کې نوره مداخله نکوي ټولو مسلمانانو ته ښه ژوند غواړي.
د سهيل شاهين وړاندې د پاکستان صدراعظم هم ويلي و چې چین ددوي سخت دوست دی ددوی سره يې اقتصادي مرستې کړي دي نو څنګه څه چې چين د ایغور مسلمانانو سره کوي دوی يې په هکله څه نشي ويلی.
د پاکستان صدراعظم بيا تېره اونۍ داسې څرګندونې وکړې چې په ښکاره یې وويل چې په سینګیانګ کې د چين له لوري د مسلمانانو سره کېدونکی چلند ښه چلند دوی یې ملاتړ کوي.
طالبان په داسې حال کې د چين د مسلمانانو سره ددې هېواد د حکومت د ظلم په وړاندې غږ پورته کول ددې هېواد په کورنيو چارو کې مداخله بولی چې تر دې وړاندې یې د یوه عرب لپاره چې ویل یې دا یو مسلمان دی دوی یې امريکا ته نه سپاري افغانستان د اور لمبو ته واچوه.
ددې ډلې مشر ملا عمر ويل چې خپله پادشاهي یې تر اسامه قرباني کړه، ملا عمر ته صرف خپله پادشاهي لوی څيز ښکاریده او پخپله خوښه يې تر اسامه قرباني کړه، خو ترڅنګ یې د افغانستان خلک د امريکا د حملې پاس ته ور واچول او په دې هېواد یې د امریکا د بريد لارې چارې هوارې کړې.
ملا عمر د اسامه لپاره په لکونه افغانان قرباني کړل خو امریکا اخر هم اسامه په پاکستان کې له منځه يوړ.
چین په ميلیونو مسلمانان په کمپونو کې بندي کړي دي او په دوی یې سخت ظلمونه پيل کړي دي، د چین دولت د ایغور مسلمانانو له کورنیو څخه نارينه لرې کړي او خپل چينايي غيرې مسلم نارينه ېې د مسلمانو ښځو سره په کورنو کې اچولي دي.
پاکستان او طالبان اوس په ګډه ددغه مسلمانانو د مظلومیت غږ پورته کول چندان ښه کار نه بولي او دا د چين په کورنيو چارو کې مداخله بولي.
دا هغه څه دي چې د عامو طالبانو اصلا نه خوښېږي، ځکه عام طالبان د امت فکر لري او طالب مشران بيا د ځان لپاره د قدرت په ترلاسه کولو کې دي.
Comments are closed.