The news is by your side.

ولسي جرګه وايي، امنیتي ادارو کې لټ او بې پروا چارواکي ناست دي

خبریال وېبپاڼه/ په هېواد کې د ناامنیو له زیاتېدو او د وسله والو طالبانو لخوا د ولسوالیو له نیول کېدو سره سم ولسي جرګې په امنیتي ادارو یو ځل بیا نیوکې کړې دي.
د ولسي جرګې غړي وایي چې د امنیتي ادارو د مدیریت د کمزورۍ له امله امنیتي وضعیت کړکېچن شوی دی او د دغو ادارو مسوولین نه دي توانېدلي چې وضعیت مهار کړي.
د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې د امنیتي ادارو په مشرتابه کې کمزوري او د مسوولیت پر وړاندې بې پروایي ددې سبب شوې چې جګړې دوام وکړي او د هېواد وضعیت ورځ تر بلې کړکېچن شي.
وکیلانو دغه راز نیوکه وکړه چې د امنیتي ادارو مسوولین د روان وضعیت په اړه ولسي جرګې او ولس ته وضاحت نه ورکوي او دا مسئله د اندېښنې وړ ده.
دوی ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونه پیاوړي دي او د جګړو وړتیا لري خو په مدیریت او دوی ته د امکاناتو د برابرولو په برخه کې کمزوري ددې سبب شوې چې وضعیت د ښه کېدو پر ځای ترینګلی شي.
د ولسي جرګې غړو تر دې وړاندې هم ټینګار کړی چې د امنیتي او دفاعي ادارو په مشرتابه او مدیریت کې د کمزورۍ له امله امنیتي وضعیت ترینګلی شوی دی.
که څه هم ولسي جرګه وار وار د ناامنیو د زیاتېدو له کبله په امنیتي ادارو نیوکې کوي، خو دغې جرګې تر اوسه پورې د طالب وسله والو د روانې ناورا جګړې په اړه غږ نه دی اوچت کړی.
تر دې پورې چې په یو شمېر ولایتونو کې همدا د ولس استازي له طالبانو سره مل پاتې شوي او د ولسوالیو په نیولو کې یې ورسره همکاري کړې ده.
له دې جملي ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازی امیرشاه نایبزاده دی چې څو ورځې وړاندې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح له لوري د نوموړي کړنې افشا او په مرګ وګواښل شو.

Comments are closed.

koi finance