The news is by your side.

سهيل شاهين د اتمر غوښتنه ځواب کړه

خبريال وېبپاڼه؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنيف اتمر ويلي دي چې که چېرې طالبان ناست وي او‌ ټولو طرحې رد کوي نو پکار ده چې پخپله يوه طرحه وړاندې کړي ترڅو يې دوي د افغانستان خلک و ارزوي او که معقوله طرحه وي نو وبه يې مني او که ځینې برخې یې ستونزې لري نو هغه به نه مني بلاخره خلک به ددوی د تګلارې خبر شي.

د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د طالبانو څخه د خپلې طرحې په هکله پوښتنه کوي چې تېره ورځ ددې ډلې پخوانی وياند سهيل شاهين د ترکيې د ټي آر ټي دولتي تلويزيون سره په مرکه کې وويل چې دوی افغان لوري ته په اصل کې خپله تګلاره بيان کړې ده.

سهيل شاهين د خپلې تګلارې جزیات اعلان نکړل خو ویل کېږی چې طالبان صرف همدا خبره کوي چې دوی اسلامي نظام غواړي خو چې کله ورڅخه پوښتنه وشي چې ددې اسلامي نظام جزيات دې وړاندې کړي نو بيا دوی له خبرې په شا شي او يا په داسې ځوابونو پيل وکړي چې د پوښتنې سره اړه نلري.

تېره اونۍ د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار هم په طالبانو غږ کړی و چې خپله طرحه دې د افغان کشالې د حل کولو لپاره وړاندې کړي او يا دې د اسلامي نظام څخه خپل تعريف په بشپړ ډول وړاندې کړي ترڅو افغان حکومت، سياسیون او ملت ورباندې پوه شي.

د حکومت او سياسیونو ترڅنګ افغان ولس هم په دې وروستيو کې له طالبانو څخه د غواړي چې د سولې د خبرو د بريا لپاره دې خپله طرحه وړاندې کړي.

د طالبانو څخه ددوی د طرحې په هکله په داسې حال کې غوښتنې زياتېږي چې دې ډلې د امریکا د متحده ايالاتو له لوري وړاندې شوې طرحه ونه منله په کوم کې چې د قدرت په وېش باندې تاکید شوی و ترڅنګ یې ولسمشر غني خپله طرحه اعلان کړه چې پکې يې د خپلې استعفا ترڅنګ اساسي شرط دا اېښی و چې طالبان به ټاکنې مني او ټاکنې به ترسره کېږي خو دوی به پخپله نوماند نه وي.

مګر طالبانو دواړه طرحې ونه منلې، ايس له طالبانو خلک غواړي ، حکومت او سياسیون ورڅخه غواړي دوی دې د افغانستان د مسلې د حل لپاره خپله لاره په جزياتو سره اعلان کړي.

Comments are closed.