لاوروف: مرکزي اسیا کې امریکا ته ځای نشته ځکه افغانستان کې يې توره ونکړه
خبریال ویب پاڼه/ د امریکا او روسیې تر منځ له پخوا لا سیالۍ روانه وه او ادامه به لري، اوس تازه روسیه د امریکا تګ مرکزي اسیا ته ښه نه بولي او ویلي يې دي چې اجازه به ورنکړو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګۍ لاوروف په خپلو تازه څرګندونو کې امریکا ته پیغور ورکړی او زیاته کړې يې ده چې په مرکزي اسیا کې به د امریکا د نظامي حضور کلک مخالفت وکړي.
لاوروف خپلې تازه څرګندونې د یوه خبرې کنفرانس په ترڅ کې وکړې او زیاته يې کړه چې امریکا د خپلو ملګرو په ملتیا د ۱۰۰ زره سرتیرو په درلودلو سره افغانستان کې هیڅ توره ونکړه، نو اوس به په مرکزي اسیا کې د سرتیرو د ځای پر ځای کولو له کبله به څه وکړي؟
د ده په وینا دا چې امریکا له افغانستانه وزي نو روسیه له همدې امله په سیمه کې د امریکا نظامي حضور هیڅ نه مني او نه به هم اجازه ورکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د مرکزي اسیا هېوادونه به د امریکا نظامي حضور سره مخالفت وکړي ځکه اوس هیڅ ډول اړتیا نه لیدل کیږي چې دلته دي امریکا و اوسي.
په سیمه کې د امریکا او روسیې سیالي
تل دواړه یو د بل په وړاندې دریځونه غوره کوي سوریه، ایران او نور هېوادونه د دوی د اړیکو د څرنګوالي او هدف ګرځیدلو توکي دي دواړه لوري کله کله مسایل پر همدې هېوادونو او اوس افغانستان پوري تړي سرګي لاوروف که پر امریکا د پیغور هڅه کوي نو موضوع د افغانستان نوم د دې هېواد یادیږي امریکا که پر روسیې کوم ګذار کوي نو نوم د ایران اخلي پلمې نورې کارونه او سیالۍ خپلې.
د ولسمشر بایډن په دوره او د هغه د بریالي کیدلو را وروسته د روسیې او امریکا ترمنځ اړیګې چندو سیمې نه وې خو په دې وروستیو کې دواړو مشرانو د یوه کنفرانس په څنډه کې سره ولیدل او بیا دواړو هېوادونو دا کتنه اغېزمنه او ښه وبلله خو داسې ښکاري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګټو په دې جګړه کې به ډیر څه رامنځ ته شي تراوسه پوري لاهم سیالي روانه ده دا چې څوک به وړونکی شي مالومه نه ده خو امریکا د بریا پر لور ده
Comments are closed.