The news is by your side.

هغه لويه بدي چې د غني ملګرو ورسره وکړه

خبريال وېبپاڼه: هغه لويه بدي چې د غني ملګرو ورسره وکړه، افغانستان په یو ډېر خطرناک حالت کې قرار لري، د هېواد اعتبار او حالت دومره نازک دی چې اسټراليا خپل سفارت بند کړ او پاکستان وار له مخکې وايی چې دا ځل به يا هیڅ کډوال ونه مني او که يې ومني هم ښارونو ته به یې نه پرېږدي بلکې په سرحدي سيمو کې به یې په کمپونو کې ځاي په ځاي کړي.

ولسوالۍ ورځ تر بلې د حکومت له لاسه وړي د حکومت د بهرنيو چارو د وزير حنيف اتمر په وينا چې حکومت تراوسه پورې اتيا ولسوالۍ له لاسه ورکړې دي، نه يوازې چې دا ولسوالۍ يې له لاسه ورکړی بلکې ډېری وخت کې د ولسواليو د سقوط د پوستو او پوځي اډو د سقوط په مهال طالبانو په زياته کچه وسله هم ترلاسه کړې ده.

اوس کېدی شي چې ځينې تش په نامه حکومت پلوي او خواخوږي وايی چې نه حالات بېخي سم دي او داسې هسې د دښمن تبليغات دي، خو که چیرې همدا تش په نوم حکومت پلوي همدا اوس وردګو، کندهار، غزني او نورو ولايتونو ته ولاړ شي او حالت له نېږدې وڅاري نو پوه به شئ چې حالات واقعاً څه ډول دي.

حقيقت دادي چې ځینې دا حکومت پلوي چې تنخوا هم لري پوهېږي چې حالت څه ډول دی خو بس ددوی ګټه په همدې کې ده، فکر کوي چې په فېسبوک او ارګ کې چې هرڅه سم وي نور مهم ندي.

خو دا هرڅه ولې تر دې پورې راورسیدل، دا هرڅه د همدې تش په نوم حکومت پلويو او د ولسمشر غني د نېږدې کړۍ د کسانو له کبله دي.

نیوکه، پوښتنه او تحقيق هغه څه دي چې د حکومت او مشرانو سترګې خلاصوي، مګر له بده مرغه چې دا طبقه ددې هرڅه مخنیوی کوي او څوک چې د ولسمشر او حکومتي مشرانو غیرې قانوني کړنې يادې کړي نو د خاين او پنجابي ټاپه ورباندې ووهي.

همدا کسان دې اوس د خپل کار خپلې تګلارې پايله وګوري چې په ځمکني حقيقت کې افغان حکومت په کوم ځای کې دی په نړيوال سټېج کې یې لړلی ایماج څومره نور لرل شوی او سپک شوي دی.

Comments are closed.