مفتي شکور: طالبان په افغانستان کې د پاکستان دفاع کوي
خبریال ویب پاڼه/ د طالبانو او پاکستان د اړیکو په هکله تراوسه پوري له شک پرته کیسه روانه ده چې طالبان او پاکستان ځانګړې اړیکې لري او په روانه جګړه کې یوازي د پاکستان اړیکې پالل کیږي.
اوس تازه د پاکستان د پارلمان یوه غړي مفتي عبدالشکور په خپلو تازه څرګندونو کې طالبان د پاکستان مدافعان او ساتوونکې بللي او د هغوی له لوري يې د وروستیو جګړو په هکله غبرګون ښودلی.
هغه ویلي په افغانستان کې د طالبانو واکمني د پاکستان په ګټه ده ځکه په افغانستان کې طالبان د پاکستان لپاره د حفاظتي دیوال حیثیت لري.
مفتي شکور د طالبانو اوسنۍ جګړې په هکله وویل چې طالبان چې په افغانستان کې څه کوي د پاکستان دفاع لپاره يې کوي، او دا ښکاره خبره ده چې طالبان د پاکستان ښه ملګري دي.
طالبان او پاکستانی دولت
پاکستان وايي چې په خپل واک کې سیمو کې طالبانو ته د فعالیت اجازه نه ورکول کیږي د پاکستان تر واک لاندې ښارونو پیښور او کویټه کې په علني ډول یو شمېر کسانو د طالبانو شعارونه او بیرغونه لیږدول چې د دواړو پیښو پر تړاو یوازي پآکستان د څیړنو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دې هکله به څیړنې کوي.
که څه هم پاکستان د طالبانو په وړاندې د جدیت خبره کړې او زیاته کړې يې ده چې د افغانستان لپاره خپلې پالیسۍ ته تغیر ورکوې خو د دې دوه مخې هېواد په کړنو او عمل کې لوی جهان تفاوت ښکاري چې کوي یو څه او وايي بل څه تراوسه پوري دې هېواد هیڅ د ښیرازي قدم نه دی اخیستی.
که څه هم یو شمېر پاکستاني سیاستوال له افغانستان سره د پاکستان اوسنی سیاست نا سم ارزوي او وايي چې دا رنګه کړنې په خپله د پاکستان په تاوان دی خو تراوسه پوري دوام ورکول شوی خو مالومه نه ده چې دوی کوم هدف لري.
په افغانستان کې وضعیت
ورځ تر بلې د دولت له ولکې څخه د ولسوالیو او سیمو وتل په ښارونو کې جګړې او همدارنګه نا امني د خلکو اندېښنې پر راتلوونکې بې باوري رامنځ ته کړې او خلک خورا په ویره او ترس کې ژوند کوي هغوی اوس پر هیڅ هم باور نلري
Comments are closed.