د طالب مشر په اختریز پیغام کې پینځه مهمې خبرې
خبريال وېبپاڼه: د لوی د رارسېدو سره د طالبانو له لوري ددوی مشر هيبت الله ته منسوبه يوه اعلاميه خپره شوې ده چې د افغانستان د وروستيو حالاتو او د طالبانو د دريځ په هکله پکې خبرې شوې دي.
په دې اعلاميه کې د طالبانو مشر خپلو جنګياليو او نورو افغانانو ته د اختر د مبارکۍ وروسته ليکلي دي چې دوی د سولې خبرو ته ژمن دي او د هر هغه فرصت څخه چې په افغانستان د سولې او يوه اسلامي نظام د رامنځته کېدو سبب کېږي په ټول قوت استفاده کوي.
وړاندې په اعلاميه کې د حکومتي ځواکونو څخه يو ځل بيا غوښتل شوي دي چې ددوی سره يو ځای شي، په داسې حال کې چې تېره ورځ طالبانو په یوه ليکنه کې حکومت ته سپارښتنه کړې وه چې نور دې طالبانو ته نه وايی چې تسليم شي خو په دې اعلاميه کې بيا دوی د حکومتي ځواکونو غوښتي دي چې دوی ته تسليم شي.
طالب مشر پر حکومتي مشرانو غږ کړی دی چې په بهرنيانو دې تکيه نکوي، ورسره يې ليکلي دي چې د ملیشو جوړول به بدون له زيان څخه کوچه ګټه نلري، ځکه کله چې امریکا د پرمختللو وسلو او په لکونو تعداد سره دا جګړه ونه ګټله خو حکومتي چارواکي یې اوس په څو مليشو هم نشي ګټلای.
په ليکنه کې وړاندې هيبت الله وايی چې ددوی د کنترول لاندې سيمو کې باید خلکو ته په سم ډول خدمات وړاندې شي، په خپلو جنګياليو غږ کوي چې د خپل کنټرول لاندې سيمو کې د ديني علماوو په څېر د پوهنتونونو او ښوونځيو د ښوونکو هم احترام وکړي ځکه چې دوی ته عصري علوم هم کامل ارزښت لري.
په لیکنه کې عموماً منفي ټکی د حکومتي ځواکونو د تسليميدو غوښتل دي له دې پرته پکې حکومت ته کوم ګواښ شتون نلري.
د بل لوري بيا د چارو شننونکي وايي چې که طالبان په ريښتيا د خبرو غوندې يې سولې ته ژمن وي او غواړي چې د افغانستان مسله د خبرو له لارې حل شي بايد په عملي ډول د حکومت له استازو سره په جدي مسايلو خبرې وکړي یو څه انعطاف وښيي او د هېواد په دې حساس حالت کې د حکومت سره د سولې د تړون لپاره خپل ټول کوښښ وکړي.
Comments are closed.