The news is by your side.

ولسمشر: بیا د پاکستان او طالبانو د پخې یارانې او طالب زندانیانو کیسې وکړې

نن د لوی اختر لومړۍ ورځ چې طالب او دولت هیڅ یوه هم په دې ورځو کې اوربند ونکړ او ښايي نن هم د نا امنیو پیښې په هېواد کې ترسره شي.

ولسمشر غني د لوی اختر د لمانځه څخه وروسته پر طالبانو سخت ګذارونه وکړل او تور يې پوري کړ چې دا ډله اوس هم له القاعده او تروریسي ډلو سره اړیکې لري چې تمویل او تجهیز يې اوس هم پاکستان کې کیږي.

ولسمشر تر ټولو مهمه خبره دا وکړه چې طالبان د سولې اراده نه لري او پر هغه چې له مخې يې وړاندې د دې ډلې پنځه زره زندانیان خوشي شول پښېماني څرګنده کړه او زیاته يې کړه چې دا ډله د جګړې لارې واک ته رسیدل غواړي.

ولسمشر د طالب زندانیانو  د ۵۰۰۰ کسانو خوشي کول د نړیوالو تیروتنه وبلله او زیاته یې کړه چې اوس هم هاغه زندانیان د طالبانو په لیکو کې جنګیږي.

محمد اشرف غني وویل چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، عامه تاسیسات ورانوي، صحرايي محکمې لري، او له تروریستي شبکو سره لاهم اړیکي لري

لوی اختر او جګړې

تر دې وړاندې کلونه به د اختر موقع  کې طالبانو او دولت اوربند کاوه او خلکو ته به یې ویل چې موږستاسو د هوسايي لپاره دا کار وکړ خو سږکال د دواړو لورو ملت هیر دی او د خپلو ګټو او جګړو لپاره يې ملت ته دا خوشحالي هم پرې نه ښودله.

که څه یوه ورځ تر اختر وړاندې د افغان دولت او طالبانو د جګ پوړو مسؤلینو له لوري د سولې ناسته وشوه خو په اعلامیه کې يې د اوربند او بل داسې کوم مهم  ټکی نه وو، چې عام افغانان دي ورته هیله ولري، په اعلامیه کې لوی ټکی د کرونا ناروغۍ سره د مبارزې کار و.

تراوسه پوري د اختر له لومړۍ ورځې څخه یوازي څو ساعته تیریږي او د دې ویره شته چې ښايي نن هم د جنګ جګړو بریدونو او وژنو راپورونه ورکول شي.

حکومت او طالبان دواړه یو پر بل د سولې څخه د تیښتي او په دې برخه کې د خنډ او جګړې اوږدولو تورنه لګوي خو تراوسه یوه لوري د سولې لورته پوره قدم نه دی ایښي

Comments are closed.

koi finance