The news is by your side.

د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د خلکو اختر څه ډول و؟

خبريال وېبپاڼه: سږ کال چې يوه شمېر په لومړي ځل د حکومتي ساحې څخه د باندې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې اختر تېروي په هکله يې اندېښنې زیاتې دي.

په دې وروستيو کې تر اتیاو زیاتې ولسوالۍ د حکومت له کنترول څخه ووتلې او د طالبانو لاس ته ولوېدې، په دې ډول په لسګونو ولسوالیو کې خلک دا اختر د طالبانو تر سیوری لاندې تېروي.

مګر وضعيت څنګه دی، د هغه سيمو خلک چې د طالبانو ترکنترول لاندې سیمو کې دي د اخترپه هکله څه وايي، بېلابېل فکرونه شته دي، د ځينو سيمو خلک شکايت کوي او د ځینو بيا وايي چې هرڅه نورمال دي.

د ازادۍ راډیو د یوه راپور په اساس په بدخشان ولايت کې خلک د طالبانو له لوري د سخت ګيرۍ خبرې کوي، په ځانګړې ډول مېرمنې شکايت کوي چې ښه په درنو کالیو کې هم د کور څخه وتلو ته زړه نشي ښه کولای، په دې سيمه کې خلک د اختر څخه خوښ ندي او وايي چې د سږ کال اختر يې د تېرو کلونو په نسبت بې خونده او بې مزې و.

هلته په میدان وردګو کې بيا خلک وايي چې هرڅه نورمال دي، ښځې خپل عفت او حجاب مراعات کوي او په اختر کې د خپلو خپلوانو کره تللی شي، د سیدآباد په ولسوالۍ کې خلک ددوی تر واک لاندې په لومړي ځل نه راځي، ددې ولسوالۍ ډېری سیمې له پخوا د طالبانو په لاس کې وې خو اوس يو پاتې مرکز و چې هغه هم طالبانو پخپل واک کې واخیست.

په بادغيس ولايت کې هم خلک ډېر نه دي ورخطا په دې ولايت کې خلک وايي چې په ښار کې اندیښنه زياته ده خو په کلي کې بيا هومره وېره ستون نلري.

د هېواد په ځينو سيمو کې خلک د طالبانو له لوري د نويو قوانينو خبرې کوي او وايي چې ژوند يې له سخت کړاو سره مخ دی خو په ځينو برخو کې بيا حالت نورمال دی.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد بيا وايي چې دوی د هېواد په هېڅ سيمه کې نوي قوانين نه دي ټاکلي، خو کلیو ته تګ راتګ کوونکي ځینې خلک وايي چې که څه هم د طالبانو سياسي دفتر نوي قوانين ندی بيان کړي خو په کليو کې ډیری قومندان پخپل سر قوانین ږدي خلکو او که څوک یې نه عملي کوي ورته سخته سزا ورکوي.

Comments are closed.