پر طالبانو د پیریانو ګذارونه
خبریال ویب پاڼه/ کله چې کوم برید کیږي او یاهم جګړه کیږي نو نژدې يې په حتمي توګه کومه مرجع او مرکز مالوم وي خو طالبانو باندې داسې هوايي ګذارونه شوي چې مرجع او هیڅ مرکز دلته نلري
د امریکا ولسمشر جو بایډن او دولت يې ویلي وو، چې دوی له بهره د افغان ځواکونو په ملاتړ بریدونه ترسره کوي چې همداسې وشول او امریکا د لومړي ځل لپاره د طالبانو په ناخبرې له اسمانه پر طالبانو غونډاري را شوه کړل.
امریکا له دې بریدونو وروسته ویلي چې د دوی پوځ د کندهار ولایت په ګډون افغانستان کې د طالبانو پر ضد هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
جزیاتو ویلي چې دا بریدونه له افغانستان څخه د باندې الوتکو پر مټ ترسره شوي، او دا الوتکې د قطر په ګډون په یو شمېر خلیجي هېوادونو کې دي چې کولای شي افغانستان کې هدفونو ته ځان ورسوي.
د پنټاګون ویاند جان کربي وویل چې په دې وروستیو کې دوی د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بریدونه کړي خو دا يې ونه ویل چې د کومو الوتکو په وسیله چیري او چیري؟
یوه بله سرچینه وايي چې د تیري چهار شنبې او پنج شنبې په ورځو کې امریکايي ځواکونو څلور ځلونه هوايي بریدونه کړي او د طالبانو هغه وسایط په نښه شوي چې له افغان ځواکونو څخه يې نیولي وو.
بیاهم هغه خبره جګړې زور اخیستی او د قطر خبرې روانې دي همدا تیره شپه يې د پلاوو، ترمنځ ناسته شوې خو عام افغانان ورته هیڅ عقیده او باور نلري او یوازي د دې په هکله فکر کوي چې دا روانه جګړه به لاهم څومره پیچلې او سخته شي.
روانه جګړه
دا چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل پر پوره بشپړیدو ده خو کله له کلنه چې د دوی د وتلو پروسه پیل شوې نو ورسره سمدلاسه طالبانو د افغان ځواکونو پر وړاندې درنې جګړې پیل کړې چې لاهم د څو ولایتونو پر مرکزونو باندې جګړې روانې دي تر نیمايي پوري ولسوالۍ دې ډلې نیولې او لاهم ادعا لري چې پرمختګ به کوي خو افغان دولت ویلي چې له لاسه وتلې ولسوالۍ به بیرته نیسي او اجازه به نه ورکوي چې وسلوال طالبان نور پرمختګ وکړي او سیمې دي ونیسي
Comments are closed.