The news is by your side.

هند د افغانستان حق کې امریکا تر لاس نیسي

خبریال ویب پآڼه/ په وروستیو کې تر بل هر وخت افغانستان په بد حالت کې دی او سیمه ییزې اندېښنې  لاهم زیاتي شوې په دې وخت کې باید د افغانستان مهم ګاونډي پاکستان یو څه کړي وای خو هغه یو دوه مخی هېواد او څه نه کوي ځکه نو اوس هند لاس په کار شوی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شینر په خپلو تازه څرګندونو کې امریکا مخاطب کړې او زیاته يې ده چې له خپل امریکايي سیال سره ګوري او د افغانستان په هکله به يې په جدي ډول سره تر لاس نیسي.

شینکر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي  چې په وي ډهلي کې به له خپل سیال سره وګوري او د نورو مهو مسایلو ترڅنګ يې د بحث محور افغانستان او د افغانستان حالت دی چې د افغانستان په اړه به ورسره جدي خبرې وکړي.

هند په افغانستان کې روانه جګړه زړه بوږنوونکې بللې او  ویلي یې دي چې نړیوالو ته په کار ده چې د دې جګړې د پآی ته رسولو لپآره خپلې همکارس زیاتي کړي.

تراوسه پوري خو د هیڅ لوري کوښښ په دې نه دی بریالی شوی چې د دې هېواد د خونړۍ جګړې په کابو کولو کې مرسته وکړي بس یوازي همدا جګړه ده چې ورځ تر بلې خونړۍ کیږي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو خصوصا کندهار کې دا مهال د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي او طالبان کوښښ کوي ترڅو د کندهار ولایت مرکز ونیسي خو تراوسه سختې جګړې روانې دي او هیڅ مالومات نشته چې څوک به یې ګټې او څوک به یې بایلي خو ښکاره خبره ده چې  ولس له وخته بایللې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې وویل چې د یوه پلان له مخې به په شپږو میاشتو کې حالت تغیر کوي  او هرڅه به د دولت په ګټه تمامیږي خو تر اوسه پوری هیڅ داسې څرک نه شته چې هیلې دي پیدا شي چې حالت به سمیږي.

د سولې نیمه خوا خبرې سخته جګړه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لوړ ګراف هغه څه دي چې اوسني حالت يې نور هم ترینګلي کړی او خلک يې خورا اندېښمن کړي دي

Comments are closed.

koi finance