The news is by your side.

د افغانستان د اسمان په هکله اندېښنې الوتکې به ټیټي نه ځي

خبریال ویب پاڼه/ له ځمکنیو اندېښنو وروسته اوس د افغانستان د فضا د امنیت په هکله هم امنیتي اندېښنې زیاتې شوې او امریکا په یوه اقدام کې ځمکې ته نژدې پروازونه بند کړي دي.

امریکا د افغانستان د اوسني خراب امنیتي وضعیت په څیړلو سره دې پایلې ته رسیدلي چې نور به افغانستان کې خپل هغه پروازونه منعه کوي چې ارتفاع يې تر ۲۶ زره پټه ټیټه سطحه کې وي.

امریکا ویلي چې  د افغانستان وضعیت ترنیګلی دی او پر خپلو پروازونو يې محدودیتونه وضعه کړي، او له دې وروسته د افغانستان پر اسمان تر ۲۶ زره پټه ټیټ پروازونه منعه دي.

جزیات وایي یوازي هغه الوتکې چې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې ښکته کیږي له دې امره مستثنی دي، امریکایانو ویلي سره له دې چې دوی د خپلو پروازونو لپاره اړین امنیتي تدابیر نیولي او هڅه يې همدا ده چې د هرڅه په وړاندې اړین اقدام وکړي خو بیا يې هم دا اقدام ترسره کړی.

امریکا پر داسې مهال دا ګام اخلي چې په دې وروستیو ورځو کې د دې ځواکونو له لوري هوايي بریدونه زیات شوي او تیره ورځ يې عمومي قوماندان هم وویل چې د افغان ځواکونو په ملاتړ به يې بریدونه لاهم  زیات شي.

د افغانستان په سهیل ختیځ لویدیځ او نژدې ټول افغانتستان کې جګړې روانې دي دا مهال د سلګونه ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي او لاهم دا ډله کوښښ کوي ترڅو د خپل واک لاس نور هم اوږد کړي.

د کندهار په ښار کې له تیرو دوه اونیو را په دې خوا د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي چې کله دولت او کله هم طالبان پرمختګ کوي خو لا مالومه نه ده چې دا جګړه به ترڅو روانه وي.

نن هم یو شمېر سرچینې وايي چې په کندهار ولایت امریکايي ځواکونو پر وسلوالو طالبانو باندې هوايي بریدونه شوي خو لا تراوسه په رسمي ډول د دې خبر تائیدي نه ده شوې.

د امریکا متحده ایالاتو سرتیري به تر اګسټ میاشت پوري ټول له افغانستانه ووزي خو د دوی په شتون کې د افغانستان تر نیمايي زیاته برخه طالبانو نیولې خو دې اندېښنو ته تراوسه پوري هیچا هم ځواب و نه وایو

Comments are closed.

koi finance