The news is by your side.

تښتېدلي راغلي د خلکو غچ اخلي، خلک قصاصوي

خبريال وېبپاڼه: نن ډېری افغانان د يوه کندهاري ټوکي مار او کومېډين مرګ‌ په غم کېنولي دي، د خاشه ځوان مظلومه او بې وسه کاته او د طالبانو ظالمانه څپېړې د يوې شېبې لپاره هم افغانان د خپلو سترګو نشي لرې کولای.

طالبان شل کاله وروسته راغلل او اوس د خلکو څخه غچ اخلي، خلک حلالوي او خلک وژني، ولې؟ ځکه چې د حکومت سره يې کار کړی دی.

د خاشه ځوان ويډيو راووته افغانانو په سترګو وليده، خو ډېر څه داسې شته چې زیاتو افغانانو نه دي ليدلي، طالبانو د خپلې کورنۍ د سترګو په وړاندې زرګونه افغانان ووژل، تېره مياشت د وردګو ولايت يوه اوسېدونکی چې د اقتصاد د پوهنځۍ څخه فارغ و او ډېرې مودې وروسته یې دنده پيدا کړې وه طالبانو په دې جرم د خپلې مور د سترګو په وړاندې د مرمیو باران ته ونیوه چې په کابل بانک کې يې د يوه ملکي مامور په صفت کار کاوه.

طالبانو په تش لاس په سرتمبه ګۍ د امريکا سره ډغره وهل پيل کړل، د امريکا له لوري ورباندې حمله وشوه هغه د خولې کش یې پاتې نشو په یوه مياشت کې یې د ملک ناموس پلازمېنه امريکايانو ته پرېښوده او دوی مخ په پنجاب وتښتېدل.

دوی څو مياشتو مقاومت هم ونکړ د دېرشو ورځو په جريان کې تیت په تيت شول او په غارونو ننوتل، دا شل کاله دوی پخپل کور کې هم د امريکا له پاره د راحت خوب نشوی کولای.

په منډو طالب شل کاله د امريکا سره داسې مقابله وکړه چې پکې يې د امريکايانو لسګونه چنده افغانان قرباني کړل.

اوس شل کاله وروسته چې امريکا ځي يا مجبوره کېږي چې ولاړه شي طالب راغلی دی او د خلکو سره حساب و کتاب کوي، هغه طالب چې ملت يې په میدان يوه بهرني متجاوز ته پرېښود اوس راغلي د خلکو سره حساب کوي خلک محاکمه کوي خلک سپکوي خلک وژني.

خو طالب سره ددې ځواب نشته چې دا شل کاله ملت څه کړی وی، که چېرې دی په پنجاب کې پروت وی امريکا د ملت په سر چنګک وی خلکو څه کړي وی، دا خلکو يوه مړۍ ډوډۍ له کومه کړې وی، ډاکټر نه وی شوی، انجنير نه وی شوی، مامور نه وی شوی نو دې ملت به خپل ځان څه ډول ساته.

دا د ناځوانۍ وروستی حد دی چې طالب په بې پروایی سره افغان ملت د یوه عرب قرباني کړ، افغان ملت يې د خپل ځان رمه‌ وګڼله د افغان ملت کور یې د اشغالګر خولې ته ور واچاوه او اوس راغلئ همدا ملت کافر ګڼي او قصاصوي یې.

Comments are closed.

koi finance