The news is by your side.

چين ته د طالبانو سفر، د امريکا دريځ هم معلوم شو

خبريال وېبپاڼه: چين ته د طالبانو سفر، د امريکا دريځ هم معلوم شو، چین د طالب مشرانو د دوه ورځني سفر وروسته د امريکا د متن ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت هم دې سفر ته خپل غبرګون وښود.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکېن پخپل لومړي غبرګون کې ويلي دي چې که چېرې چين په دې باندې بريالی شي او وس یې ورسېږي چې په افغان سوله کې يو فعال رول ولوبوي نو دا به پخپله يوه ښه انکشاف وي.

انتوني بلينکېن وړاندې د نړيوالو دریځ هم د‌خپلې ژبې بيان کړی دی او ويلي دي چې په نړۍ کې هېڅوک نه غواړي چې د افغانستان ستونزه د ژور او جګړې له لارې حل شي، په نړۍ کې هېڅوک هم د طالبانو د نظامي بريا ملاتړ نکوي.

د چين له لوري د طالبانو دعوت کول او دې هېواد ته د طالبانو سفر په رسنیو کې پراخ ځای موندلی دی، دې سفر ته په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم غبرګون ښودلی وښود، د بهرنیو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې د چين حکومت د طالبانو د سفر د مخه دوی ته خبر ورکړی و، په دې خبرپاڼه کې وړاندې راځي چې چين طالبان د سولې خبرو ته هڅوي.

چين ته د طالبانو سفر د بېلابېلو لوريو له لوري په بېلابېل ډول تفسير کېږي، يوه ډله د فکر خاوندان وايي چې پاکستان نیت کړی چې طالبان د ځان سره يو ځای د چين په خدمت کې واقع کړي، د بل لوري بيا ځینې شننونکي په دې اند دي چې په افغانستان کې د طالبانو نظامي پرمختګ ددې سبب شوی دی چې ګاونډیان ورسره خپلې اړیکې زياتې کړي.

د حکومت له لوري د بندرونو د لاسه ورکولو او د لسګونه ولسواليو د لاسه ورکولو وروسته اوس د طالبانو روحيه نوره هم لوړه شوې ده، خو په کابل کې ولسمشر غني نن په يوه وينا کې وويل چې حکومت يو منظم پلان لري چې په اساس به یې د لاسه ورکړل شوې سیمې په ځانګړي ډول بندرونه او مهمې سرحدي بېرته د حکومت په واک کې راشي.

د چارو ځينې شنونکي بيا وايي چې په سيمه کې اوس طالبان د امريکا او چين ترمنځ پاتې دی چې يو لوری بايد وټاکي، ويل کېږي امريکا هڅه کوي تاوتريخوالی او ناکرارۍ د طالبانو د پرمختګ سره وتړي او د چین سرحدي سیمې نا امنه کړي.

Comments are closed.