The news is by your side.

حکیمي: د ملي بیرغ د ساتنې لپاره هره ورځ افغانان قرباني ورکوي

خبریال ویب پاڼه/ تیره ورځ په افغانستان کې د درې رنګه بیرغ ملي ورځ دا ورځ افغانان هر کال په شانداره مراسمو لمانځي او سږکال هم ورته د اطلاعاتو کلتور وزارت پوره تابیا نیولې وه.

د افغاستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال هارون حکیمي په دې مناسبت د بیرغ د ارزښت تاریخي شالید او ارزښت په هکله مهمې خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې د دې بیرغ د رپانده ساتلو په موخه هر افغان هلې ځلې کوي

حکیمي وویل چې ملي بیرغ، د یووالي، ځواک، قربانۍ، سرښندنو او تراژېدۍ هغه بېلګه ده چې د ساتنې لپاره یې افغانان هره ورځ قرباني ورکوي.

د زمري ۷ نېټه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ملي بیرغ ورځ پر داسې مهال ولمانځل شوه چې عامو خلکو دولتي چارواکو او نور پکښي ګډون کړی او د دې ورځې لپاره هر چا کوښښ کاوه ترڅو د افغانستان ښه ملي بیرغ ورسره وي  او له دې بیرغ سره خپله هېوادنۍ مینه ښکاره کړي.

په کابل کې دا ورځ د وزیر محمد اکبرخان غونډۍ کې ترسره شوه چې دلته د افغانستان یو ستر ملي بیرغ هم رپانده دی چې د ښار له ډیرو سیمو څخه ښکاري او د افغان ملت د یوالي او منسجم کولو پیغام ورکوي

د زمري اوومه چې د افغانستان د بیرغ ملي ورځې ته ځانګړې شوې، د هېواد په ګوټ ګوټ کې په ځانګړو مراسمو نمانځل کېږي.

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معین هارون حکیمی دغو مراسمو ته په وینا کې وویل چې هر خپلواک او آزاد هېواد د خپلې پېژندګلوۍ لپاره بېل بیرغ لري. هغه زیاته کړه چې د افغانستان ملي بیرغ د هېواد د تېر، معاصر او راتلونکي تاریخ د ارزښتونو ښکارندویي کوي.

د حکیمي د څرګندونو له مخې؛ ملي بیرغ د افغانستان د لویې امپراتورۍ د تاسیس یوه بېلګه ګڼل کېږي، او د هېوادونو د خپلواکۍ د عوه پرې کیدلای شي.

په عمومي ډول په ټولو اداراتو کې د ځوانانو ګمارنه یو له تر ټولو غوره اقدام دی له کومې ورځې چې ښاغلی هارون حکیمي د افغانستان د فرهنګ وزارت کې مرستیال شوی نو د دې وزارت ټول خدمات یې منسجم او د پخوا په پرتله ښه کړي دي

Comments are closed.

koi finance