ملګري ملتونه مجبور شول او د افغانستان په اړه مهم ګام اخلي
خبریال ویب پاڼه/ په وروستیو میاشتو کې خپله د ملګرو ملتونو امنیت شورا او دې ادارې نور ارګانونو په افغانستان کې د یوه بشري او ستر ناورین د رامنځ ته کیدلو خبرداری ورکړ.
د طالبانو له لوري پر زیات شمېر ولایتونو له درنو جګړو را وروسته د ملکي تلفاتو ډیریدل په مرموزه توګه د خلکو وژل د خلکو زنداني کیدل او داسې نور هغه څه دي چې غبرګونونه يې را پارولې له همدې امله د ملګرو ملتونو امنیت شورا و غوښتل چې یو اقدام ترسره کړي.
مالومات ښيي چې راتلوونکې جمعه چې د اګسټ میاشتي له ۶ نېټې سره برابره ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په هکله یوه ناسته کوي.
د دې شورا پړاویز مشر چې له هند څخه دی او د دې هېواد دایمي استازی هم دی ویلي دوی یوه ناستې ترسره کوي ټي ایس ټېرومورتي پر خپله ټویټر پاڼه باندې لیکلي ملګرو ملتونه امنیت شورا د جمعې په ورځ د هند په مشرۍ د افغانستان پر وضعیت ناسته ترسره کوي.
ویل کیږي چې د افغانستان د بهرینو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له جي ایس شنکر د هند بهرنیو چارو وزیر څخه د دې غونډې د جوړیدلو غوښتنه کړې وه.
د افغانستان وضعیت او د امنیت شورا دریځ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا لا له وړاندې د افغانستان پر روان وضعیت باندې خواشیني ښودلې او د لته يې د بشري سرغړونو او نورو ته په شارې سره ویلي چې دا راپورونه يې اوریدلي خواشیني دي.
امینت شورا ویلي د پخواني سیاسي جوړښت یعني اسلامي امارت د بیا راتللو سره چې افغانستان کې واکمن شي پلوي نه دي او پر خپل دې دریځ ولاړ دي.
دوي په افغانستان کې د روان وضعیت په هکله ژوره اندېښنه وښوده او له طالبانو يې وغوښټل چې ژر تر ژره دي تاوتریخوالی کم کړي
د افغانستان کندهار هلمند او هرات چې لوی ولایتونه دي دا مهال يې پر مرکزونو درانه بریدونه روان دي چې وسلوال طالبان يې د نیولو هڅه کوي خو تراوسه بریالي شوي نه دي په ورته وخت بیا کې دولت هم د حالت په کابو کولو کې پاتی راغلی او خلک زیات اندېښمن دي
Comments are closed.