د سپټمبر ۱۱ مې غچ له پاکستان یا عربستان څخه باید اخستل شوی وای
خبریا ویب پاڼه/ امریکا په دې تور چې طالبان ورته بن لادن نه سپاري په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو رژیم یې نسکور کړ پر بن لادن امریکا تور پوري کړ چې د سپټمبر پر۱۱ يې کسانو په نیویارک الوتکې له لویو تجارتي مرکزونو سره جنګولې او ۳۰۰۰ امریکایان يې ووژل.
تدرال سپوټنیک خبرې اژانس په خپلو خبرو کې ویلي چې امریکا د سپټمبر میاشتي د ۱۱ نېټې د پیښې په پلمه د خپلو ګټو لپآره پر افغان برید وکړ، خو حال دا چې افغانستان له دې برید سره هیڅ تړاو نه درلود، ځکه اسامه پاکستان کې وو، برید هلته طرحه شوی وو، په بریدګرو کې یو افغان نه وو شامل ځکه نو داسې باید وویل شي چې امریکا د خپلو ګټو لپاره دا کار ترسره کړی.
مطلب لیکونکی بن لادن پر افغانستان د یوې ناروا جګړې تپوونکی بولي او زیاته کړې يې ده چې امریکا باید د سپټمبر ۱۱ مې نېټې غچ یوازي له سعودي، او پاکستانه اخیستی وای.
د امریکا په هکله مطلب لیکي چې د دې هېواد هر ولسمشر د افغانستان په هکله یوازي د ټاکنیزو منډو ترړو په وسیله کار ترې اخیستی او نور هیڅ هم نه.
امریکا په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې راغلې خو اوس يې خپل پوځي ماموریت پای ته رسولی او د روانې میاشتي تر پایه به خپل ټول امریکايي پوځیان ټول له افغانستانه ووزي.
د امریکايي پوځیانو د شتون موده پر داسې مهال پوره کیږي چې افغانستان په یوه بد وضعیت کې کرار لري وسلوالو طالبانو د ۲۰۰ ولسوالیو د نیولو ترڅنګ دوه ولایتونه هم نیولي او نن هم د دې امکان شته چې په شمال کې ولایتونه سقوط شي.
د افغانستان له شماله راپورونه وايي چې په سرپل او کندوز ولایتونو کې د تیري شپې را په دې خوا د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ درنې نښتې روانې دي.
د وسلوالو طالبانو ویاند ویلي چې جنګیالیو يې کندوز ولایت نیولی خو افغان دولت ویلي چې وسلوال طالبان د کندوز ښار ته ننوتلي خو هلته د افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي او دوی ډاډ ورکړی چې هلته به بیرته کابو کړي او ښار به له طالبانو خلاص کړي
Comments are closed.