The news is by your side.

طالبان په نيمرزو کې له خلکو غواړي چې خپلې لوڼې ورته په نکاح ورکړي

خبريال وېبپاڼه: د نيمروز ولايت څخه تازه رسېدلي معلومات ښيي چې په دې سيمه کې طالبانو د خلکو څخه غوښتي دي چې خپلې لوڼې چې عمر يې د شلو کالو پورته وي ددوی مجاهدينو ته ورکړي.

په دې هکله يو ترلاسه شوی صوتي فايل څخه اورېدل کېږي چې طالبان په دې ولايت کې خلکو ته په خطاب کې وايي چې ددوی مجاهدینو ته خپلې د شلو کالو پورته لوڼې په نکاح ورکړي.

خبرې کوونکی وايی چې دا کار د اسلام د پیغمبر په وخت کې هم شوی و او اوس یې هم باید خلک ترسره کړي، وړاندې په خبرو کې دغه طالب قومندان خلکو ته د خپلې ډلې د قربانیانو خبره کوي او وايی چې ددوی ډلې ډېرې زیاتې قربانۍ ورکړي دي اوس نو باید خلک ددوی سره دا ښه وکړي.

په داسې حال کې چې طالبانو د نيمروز ولايت بدون د چندان مقاومت څخه ونیوه خو اوس داسې ښکاري چې ددې ډلې غړي په ښار کې د خلکو سره ناسمه رويه کوي.

نيمرزو په افغانستان کې ددوحې د تړون وروسته لومړی ولايت و چې د طالبانو په لاس سقوط شو، د نیمروز د سقوط وروسته د جوزجان ولايت سقوط وکړ له هغه وروسته نن بيا دوه نورو ولايتونو سرپل او کندوز هم سقوط وکړ او همدا اوس د تخار په ولايت باندې شديده جګړه روانه ده.

له سیمې څخه زړه بوږنوونکي راپورونه را روان دي، د يوې خوا طالبان د خلکو سره ناوړه چلند کوي، د بل لوري د جګړې په ترڅ کې خلک خپل ژوند مال او حال له لاسه ورکوي او ورسره د بمباریو په پايله کې ښارونه کاملاً په خرابه اړول کېږي.

تراوسه پورې طالبانو په دې اړوند څه ندي ويلي چې ولې ددې ډلې کسان په نيمرزو کې د خلکو خپلې لورګانې غواړي، د بل لوري بيا په ټولنيزو رسنيو کې خلکو د طالبانو له لوري دغه کار ته سخت غبرګون ښودلی دی او دا يې د نامردۍ او ظلم اوج بللی دی.

افغان حکومت تراوسه پورې د نيمروز د ولايت د ازادۍ په هکله کوم څه نه دی ويلي خو ښکاري داسې چې افغان پوځ د هېواد په نورو ولايتونو کې د طالبانو سره په شديدو جګړو بوخت دی.

buy project professional 2019

Comments are closed.

koi finance