طالبانو ددوی سیمو ته د ورتلونکو خلکو لپاره حیرانونکی اعلان وکړ
خبريال وېبپاڼه: د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې دوی به هغه کسانو ته په افغانستان کې د کار زمینه برابره کړي چې اوس یې دنده درلوده او له لاسه یې ورکړې ده.
د طالبانو د رسمي وېبپاڼې په دې اعلاميه کې دوی خلکو ته ويلي دي چې د هېواد څخه تېښته نکوي نه هم د خپل کور څخه بې ځايه کېږي بلکې دوی به ټولو ته په هېواد کې د کار او افغانستان ته د خدمت زمینه برابره کړي، طالبانو ډاډ ورکړی دی چې د هېچا سره به د غچ په اساس معامله ونکړي او څوک به ونه ځوروي.
په داسې حال کې چې پوره ۱۸ ولايتونه تراوسه د طالبانو تر واک لاندې شوي دي خو له دغه ولایتونو څخه داسې راپورونه هم راغلي دي چې ښيي طالبان په سيمه کې د ځينې خلکو سره زورزياتی کوي، ځينې ویډیوګانې ښيي چې ددې ډلې غړي په ګڼ شمېر افغانان له منځه وړي، يوه ويډيو چې د غزني په ولايت کې ډکه شوې ده ښکاري چې طالبان د موټر څخه په يوه کس باندې ځکه د ډز امر کوي چې په موټرسايکل یې د افغانستان بيرغ لګېدلی و.
د کندهار او غزني څخه دا ډول راپورنه زيات دي چې دوی دې ځينې خلک د خپلو کورونو څخه را اېستلي وي او بيا یې دې له منځه وړي وي.
مګر د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا دغه راپورونه ردوي او وايي چې ځینې صحنې د دښمن د کسانو له لوري اخیستل کېږي حتی د دښمن ځینې کسان ددوی په نامه وحشت کوي.
د چارو شننونکي وايي چې تر هرڅه لومړی باید اوس افغان حکومت او طالبان مهم مذاکرات ترسره کړي، شننونکي په ښکاره وايي چې اشرف غني او حکومت یې د طالبانو د ماتولو وړتيا نلري نو په قدرت کې يې پاتې کېدل هېڅ ګټه نلري بدون له جګړې له همدې کبله بايد د طالبانو سره د یوه توافق په لړ کې واک پرېږدي په شرط ددې چې سوله یې ګرنټي کړې وي.
د کارپوهانو په خبره چې د جګړې د زياتېدو سره د انتقام کارونه، د جګړې د قوانينو څخه سړغړونې او نور مسایل زياتېږي او دا به ددې سبب شي چې په هېواد کې جګړه د کنټرول څخه ووځي او یوه بشري فاجعه رامنځته شي له همدې کبله بايد ژر تر ژره افغان او طالب لوری يو توافق سره وکړي.
Comments are closed.