The news is by your side.

څه وشو چې ښه وشو؟

خبريال وېبپاڼه: کابل په وينو کې ونه لمبېد دا ښه وشول!
دا د طالبانو هغه ژمنه وه چې پوره ېې کړه
خو دا به ډېره له وخته وړاندې وي که ووايو چې کابل به همداسې پاتې شي ځکه چې د کابل دا چوپتيا له توپانه په وړاندې خاموشۍ هم بدلېدلى شي.
نو څه په کار دي چې ونه شي؟
١- د ولس او په تېره بيا د کابل لويه اړتيا امن دى او طالبان په دې کې ډېر ښه دي نو د کابل امن ته دې لومړېتوب ورکړل شي او لاره ېې داده چې د ولس سره دروند چلند او د غلو سره سپک او سخت چلند په کار دى. د دې ولس په روح او تن دواړو تغمې جوړې دي او نور د ځور، زور نه لري.
نو لومړې خو به په دې تغمې تغمې تن د امن پهې ږدو او طالب دا کار تر بل هر نظامه ښه کولى شي خو شرط ېې دادى چې ولس ساهو دى د ولس سره ساهو چلند وکړئ خو چې څوک غلا کوي نو د هغوى مخه ونيسئ کېدى شي چې هغوى تر دې غلا وروسته د ولس شاته پټ شي نو کمال به داوي چې له ولسه ېې بېل کړئ تر دې چې ولس په دې نوم وټکوئ چې غل درپه کې دادى پټ شوې دا کار تېر دولت کولو تاسو ېې مه کوئ ځکه چې داسې کول ولسي کرکې راپاروي.
2- د ولس تر ټولو لويه دويمه اړتيا ډوډۍ ده نو د لوږې خلک مه وژنئ ګنې نو بيا تاسو وژني. د لوږې تر ټولو ښه مخ نيوې په کار او بازار کيږي او دا دواړه اړتياوې درته ملي سوداګر پوره کوي نو سوداګر ډاډه کړئ چې کارته راوځي او بازار درته پرانيزي سوداګر هله ډاډه کيږي چې وګوري چې پېسې ېې ورنه نظام نه پټوي نو تاسو خو هسې هم دعوه کوئ چې امين خلک ېئ دادى سوداګرو ته ېې جوته کړئ چې امين ېئ او د هغوى سر او مال درسره خوندي دي کار ته هغوى پرېږدوئ تاسو ورته د کار کولو لارې جوړې کړئ او همدا د ښې دولتواکۍ خوى دى چې کارته به لارې پرانيزي.
3- افغانستان د هېڅ ډلې نه دى دا دټول ولس دى پرې ېې دوئ چې د ټول ولس شي ځايي ولسي جرګه ګيو ته د جوړېدلو او راڅرګندېدلو لار ورکړئ دا که تاسو پرې نه ښودلى چې ولس ېې جوړې کړي نو بيا به ېې ستاسو مخالفين تر ځمکې لاندې جوړوي او تاسو به پرې وهي او تاسو به ولس وهئ او هم هغه څه به کيږي چې تېر دولت کول، ټول کلى به ېې په دې نوم بمبارولو او ويل به ېې چې د کلي په دې کور کې خو طالب ناست دى ځکه په دې ټول مظلوم کلي ړندې بمبارۍ کوو تاسو داسې مه کوئ.
4-روغتونونه پرانيزئ ځکه چې تر امن او ډوډۍ وروسته دريمه اړتيا روغتون دى او روغتون له ډاکټر او ډاکټرې، له نرس او نرسې، له درمل پوه او درمل پوهې، له دېي او اېل اېچ وي او له اداري پرسونل پرته نه چليږي. روغتونونه د روغتونونو د اړتياو سره سم وچلوئ او چې دا مو وکړل نو په دې ډول مو د ښځو د کار ازادي هم ورکړله او دې يوې چارې دوه ستونزې اوارې کړې هم د روغتيا ستونزه او هم د ښځو د کار او د کار د خپلواکۍ ستونزه، دا هم کولى شئ چې د ښځو د پاره هم د نارينو سره يو ځاى روغتونونه ولرئ او هم ورته ځانګړي روغتونونه جوړ کړئ او بيا په ځانګړو روغتونونو کې تر هرې هغې کچې چې کېدلى شي ټولې يا ډېرې ښځې وي.
دا کار د ښځو د ځانګړو بازارونو په بڼه هم کولى شئ، آو د ژوند په ګڼو نورو برخو کې هم ښځو ته د ځانګړو ونډو په ورکړه تر لوېې کچې ښځې د هيواد په چارو کې راګډولى شئ.
4- د جينکو او هلکانو ښوونځي او پوهنځي او درسي انسټېټيوټونه پرانيزئ. ښوونه او روزنه تر امن، ډوډۍ او تر روغتيا وروسته څلورمه انساني اړتيا ده دا ورپوره کړئ ښوونځي درته ښارونه او د ښارونو لارې کوڅې په خپله په زده کوونکو ډکوي او همدا ښوونځيو ته ورتلونکي بچي، موروپلار له کورونو نه ښارونو او دفترونو او بازارونو ته راوباسي.
5- سياسي مخالفين مه وژنئ او مه ېې ډاروئ امن ورکړئ او واېې ورئ ډېر لږ خلک د وراني او تخريب د پاره مخالفت کوي ډېرې کسان د زړه له درده او د کارونو د سمولو د پاره غږيږي نو د چارو په څېښتنولۍ او اونرشېپ کې ېې د خپل دولت سره اوږه په اوږه شريک کړئ دا کار نه يواځې ځمکتلي او انډر ګرونډ ياغيان له منځه وړي بلکې په خپله د فکر، خبرې او بيان خپلواکۍ ته لارې پرانيزي او همدا د بيان خپلواکي ده چې رسنۍ ترې غوړيږي.
نو که غواړئ چې ولس مو خپل وګڼي او درسره شي نو ولس خپل وګڼئ او ورسره شئ. واېې ورئ، ډاډه ېې کړئ، او د سر، د بچو، د ناموس او د مال امن ورله ورکړئ نور هر څه درله هغوى کوي.

ليکوال ؛ ډاکټر اکبر

Comments are closed.