پاشل شوی اردو او نظامیان بیرته رغول کیږي
خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان د نظامي ځواک او د نړیدلو په هکله يې عام افغانانو زیاتي اندېښنې لرلې خو داسې څرکونه تر سترګو کیږي چې په نوي نظام کې به بیرته پاشل شوی اردو او نور نظامیان جوړ او خپلو دندو ته ستانه شي.
په یو شمېر ولایتونو کې د امنیه قوماندانیو په چوکاټ بیرته پخواني نظامیان خپلو دندو ته ستانه شوي او ط البانو ورته ویلي چې د تنخواوو، غم به يې هم وخوړل شي.
اوس تازه یو پخواني طالب چارواکي په دې هکله خبرې کړې او زیاته کړې يې دی چې د پخواني نظامي ځواکونو د بیرته رغولو او را غوښتلو شونتیا موجوده ده.
د طالبانو د تحریک پرمهال په پآکستان کې د طالبانو سفیر عبدالسلام ضعیف د خپلو تازه څرګندونو پرمهال ویلي چې د یوه هېواد لپاره د امنیتي او دفاعي خواکونو شتون اړین دی او طالبان ورسره ستونزه نري، د ده په وینا د پاشل شوي افغان ځواک ټول مالومات شته او دا اړینه ده چې موږ یو امنیتي ځواک ولرو.
ط البان چې اوس مهال نژدې پر ټول هېواد واکمن دي له دولتي کارکوونکو او مامورینو غوښتي چې خپلو دندو ته بیرته حاضر شي او تر ډیره بریده په ټولو ولایتونو کې دولتي ادارې فعالې شوې او خلک د ورځینو رسمیاتو سره سم خپلو دفترونو ته ځي.
ځکه نو اوس دا خبره مطرح شوې چې ښايي د دې امکان هم ولري چې د افغانستان پاشل شوی مجهز اردو او نور نظامي برخې فعالې او مسؤلین يې بیرته وغوښتل شي.
تراوسه پوري په دې اړه د ط البانو له لوري څه نه دي ویل شوي ولې په عمومي ډول د افغانستان نظام او اردو له تیرو شلو کلونو را په دې خوا روزل کیده تجهیز او اکمال يې کیدی او عام افغانان ورته خوشحاله ول، خو اوس د افغانستان واک طالبانو اخیستی او په دې هېواد کې د نظامي برخې هیڅ هم نه دي پاتي عام خلک همدا هیله لري که چیري بیرته افغان امنیتي ځواکونه خپلو دندو نو به خپل امنیتي ځواکونه ولري او وبه کولای شي چې له نړۍ سره سیالي وکړي خو تراوسه پوري حالات داسې نه مالومیږي چې افغانستان به بیا د همداسې مجهز ځواک څښتنان شي
Comments are closed.