The news is by your side.

جي ۷ هېوادونو د ط البانو په هکله څه وویل؟

خبریال ویب پاڼه/ تیره ورځ د نړۍ مهمو جي۷ هېوادونو د بریتانیا په غوښتنه یوه بیړنۍ غونډه را وغوښته او په افغانستان کې يې د  ط البانو د کړنو په هکله مهمې خبرې وکړې.

جي ۷ ط البان څارو

که څه هم د تیري ورځې په ناسته کې داسې ګنګوسې وې چې دا هېوادونه به پر ط البانو باندې بندیزونه ولګوي خو داسې ښکاره نه شوه او دوی دا ډله یوه ازمون ته واچوله.

دې هېوادونو په خپله غونډه کې د خبرو پرمهال له طالبانو مهمې  غوښتنې  درلودې چې یوه  یې هم د کابل هوايي ډګر د لارو ساتنه وه دې هېوادونو له ط البانو وغوښتل چې د کابل هوايي ډګر ته غځيدلې لارې مصؤنې کړي او حالت په کنټرول کې ولري.

د بوریس جانسن په غوښتنه د نړۍ اوو صنعتي هېوادونو په بیړنۍ توګه د جي اوه غونډه کې ګډون وکړ او پریکړه پر دې وشوه چې طالبان دي باید د اوس لپاره د کابل هوايي ډګر ته ټولې غځیدلې لارې خوندي کړي او له ټاکلې نېټې وروسته هم خلکو د تګ راتګ اجازه ورکړي.

دې هېوادونو چې په دې غونډه کې يې نظریات شریک کړي لکه له ط البانو چې  ازموینه اخلي و يې ویل موږ د ط البانو پر خبرو نه بلکې پر عمل باور کوو، او زیاته يې کړې ده چې د دې غوښتوونکې دي ترخو دا ډله نړیوالو قوانینو ته درناوی او د بشري  حقونو رعایت وشي.

بوریس جانسن چې دا بیړنۍ غونډه يې را غوښتې وویل چې ژر به د ط البانو په هکله کومه پریکړه ونه کړي ځکه بریتانیا له دوی سره د اړیکو سمولو په هڅه کې هم ده.

ویل کیږي چې دې هېوادونو بپه یاده غونډه کې له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو د مرستې خبره هم کړې او داسې ښکاري چې نړۍ د طالبانو په هکله د تغیر حالت کې ده.

امریکا جمه نور نړیوالو هېوادونه او د امریکا متحدین د طالبانو په هکله منځلاري شوي  او دوی هیله لري چې طالبان به ورسره ښې اړیکې ولري جې اووه هېوادونه دا اقدام پر داسې مهال کوي چې تازه راپورونه وايي چې د  امریکا د استخباراتو رییس له ملابرادر سره ویني

Comments are closed.

koi finance