غني له اماراتو څخه رسماً په رسنیو کې د خبرو کولو آزادي وغوښته
خبريال وېبپاڼه: وروسته له هغه چې پخوانی ولسمشر اشرف غني د لوړو ژورو او حساسو حالاتو څخه تېر شو او ځان یې عربي متحده اماراتو ته ورساوه اوس خبريال وېبپاڼې ته داسې معلومات رسېدلي دي چې نوموړی په اماراتو کې د ځينو نويو محدودیتونو سره مخ شوی دی.
اشرف غني ته نېږدې سرچينو خبريال وېبپاڼې ته وويل چې اشرف غني همدا اوس په اماراتو کې د بيان آزادي نلري او دا اجازت نه دی ورکړل شوی چې د حالاتو په هکله خپل نظر بيان کړي، هغه وروسته له هغه چې متحده اماراتو ته ورسیده وروسته له ډېرې هڅې دا اجازه ترلاسه کړه چې د خپل ژوند او خونديتوب په هکله هېودوالو ته احوال او معلومات ورکړي.
غربي متحده امارات په دې شهرت لري چې د نورو هېوادونو په ځانګړي د منځني ختيځ او اسيايي هېوادونو مشرانو ته پناه ورکړي، تر اشرف غني وړاندې هم د ګڼو هېوادونو مشرانو دې هېواد ته پناه وروړې وه، تر دې وړاندې د ټايلنډ صدراعظم تاکسه شنواتر، د ميانمار مشر اولينگ لک، د هسپانیا مشر هوان کارلوس، د فلسطين هېوادو مشر محمد هلام، د يعمن د پخواني ولسمشر زوی احمد علي عبدالله صالح، د پاکستان صدراعظمې بېنظير بوټو، د پاکستان بل پوځي مشر او صدراعظم پروېز مشرف هم اماراتو کې سياسي پناه اخيستې وه.
خبريال وېبپاڼې ته معتبرو سرچينو وويل چې اشرف غني د کابل څخه لومړی د ازبکستان ترمز ښار ته ولاړ، هلته دده تللې عمله ددې هېواد د ځواکونو له لوري په الوتکو کې دننه وساتل شول او اشرف غني يوې کوټې ته انتقال شه، وروسته له هغه چې د افغان حکومت يوه پخواني چارواکي اشرف غني ته پيغام ولېږه چې د اماراتو ته تللی شي، هلته به يې د پناه غوښتنې هيله ومنل شي.
خبريال وېبپاڼې ته دا سرچینې وايي چې اشرف غني اماراتو ته د رسېدو وروسته هلته هيله وکړه چې د افغانستان په هکله د روانو حالاتو په هکله بيان وکړي خو صرف دومره اجازه ورکړل شوه چې خپلو خلکو ته د امنیت او خپل ژوند ډاډ ورکړي، غني په هغه پيغام کې دومره ويلي و چې ده ځکه کابل پرېښود چې ترڅو کابل کې د وينې تويېدو مخنیوی وشي.
غني د اماراتو له چارواکو په رسمي ډول د خبرو کولو او بيان د ازادۍ د ورکړې غوښتنه کړې ده خو تراوسه یې په دې هکله نوی ځواب نه دی ترلاسه کړی.
دده سره يو ځای يوه ۵۳ کسيزه ډله اماراتو ته تللې ده .
دغه سرچینې خبريال ته وايی اوس اماراتو کې ښاغلي غني ته ويل شوي دي چې دی اجازه نلري د اماراتو خاوره د بل چا په وړاندې په سياسي ډول وکاروي، د بل لوري طا لبانو هم د غني تعقيب په رسمي ډول ندی کړی خو ددې ډلې يوه غړي عباس ستانکزي د اماراتو څخه په پټه غوښتي دي چې غني بايد د اماراتو خاوره د افغانستان په ضد ونه کاروي.
ليکوال سيد جمال ابراهیمي
Comments are closed.