The news is by your side.

 طیب آغا: د افغانستان د نوي نظام په هکله تازه څرګندونې کړې

خبريتف په داسې حال کې چې طالبان له تيرو شاوخوا شلو ورځو را په دې خوا د افغانستان واکمنان سوي تر اوسه يې د حکومت د مشرتابه او نظام په هکله کوم څرک نه لګېږي.

له همدې امله يو شمېر شنونکي او عام افغانان ويره او انديښنې لري چې څه به وشي ځيني يې هيله مند‌ دي چې افغانستان د بقا پر لور ځي خو يو شمېر يې بيا شکمن دي.

اوس تازه د طالبانو د پخواني رژيم يوه لوړپوړي غړي سيد طيب اغا د افغانستان د نظام او راتلوونکي حکومت په هکله تازه څرګندونې کړې دي.

طیب اغا چې د طالبانو د سياسي دفتر بنسټګر هم دي په افغانستان کې ديوه مسلکي نظام د راتګ غوښتنه کړې.

طیب اغا د امريکايانو له وتلو وروسته په خپل پيغام کې ويلي چې د امريکا شل کلن اشغال پای ته ورسېده او اوس د دې وخت دی چې افغانان د يوه پياوړي نظام د جوړولو لپاره هلې ځلې وکړي او يو مسلکي دولت جوړ کړي.

د ده په وينا چې راتلونکی نظام بايد همه شموله وي او دندي دي مسلکي کسانو ته د یوه امانت په توګه وسپارل شي.

ده غوښتنه کړې چې ټولمنلی دولت رامنځته او د افغان ځوانانو له پوهي انرژۍ او استعدادونو په استفادې دي يو پياوړی نظام جوړ کړي.

د افغانستان د جمهوريت نړيدل او د طالبانو بیا واک ته رسيدل که څه هم يو خوب رنګه ده خو اوس دا يو حقيقت دی چې د افغان خاورې واک اوس له طالبانو سره دی او دوی په دې هڅه کې دي چې ژر د يوه نوي نظام مشرتابه اعلان کړي.

د‌ طالبانو يو شمېر سرچينې وايي چې په کندهار کې د دې ډلې د مشر شيخ هيبت الله په مشرۍ غونډې شوې او د افغانستان د راتلونکي نظام د جوړښت په هکله مهمې ناستې شوې دي.

تراوسه پوري طالبان او يو شمېر افغان سياسون نه دي توانيدلي چې بې سرپرسته هیواد ته کوم سرپرست پيدا کړي.

Comments are closed.

koi finance