The news is by your side.

څومره امريکايان لا افغانستان کې پاتې دي؟

خبریال ویب پاڼه/ د اګسټ ۳۱ د ټولو امريکايي سرتيرو د وتلو وروستۍ ورځ وه او په همدې ورځ د امريکا شل کلن پوځي ماموريت افغانستان کې پای ته ورسېد.
که څه هم امريکا د تخلیې ماموريت د اوږدولو کوښښ وکړ خو طالبانو ورته وويل چې له اګسټ مياشتې وروسته هيڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې خپل نظامي حضور وغځوي.
په ورته وخت کې اوس تازه امريکا ويلي چې لا يې هم لسګونه کسان په افغانستان کې بند پاتې دي او د را ایستلو هڅه يې کوي.
د امريکايي ولسمشر جوبایډن د دفتر رييس په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي چې د پاتی امريکايانو د را ايستلو هڅې پيل کړې دي.
امریکا ټول هغه کسان په خپلو اتباعو کې شماري چې د امریکا تابعیت لري او یا هم ددغه هېواد ګرین کارډونه ورکړل شوي دي.
امريکا د اګست مياشت کې کوښښ وکړ چې د تخليې ماموريت اوږ کړي خو اجازه ورنکړل شوه.
امريکا او ناټو په ۲۰۰۱ زيږديز کال کې چې کله ط البان واکمن وو پر افغانستان برید وکړ او د ط البانو حکومت يې نسکور کړ.
اوس چې نژدې يوه مياشت اوړي ط البان د افغانستان واکمن دي خو تراوسه پوري يې حکومت نه دی اعلان کړی او د دوی له لوري دا اعلان پر نن او سبا چې نوی حکومت به مالوم او مشر به وټاکي.
ط البانو نن په رسمي ډول اعلان وکړ چې د افغانستان يوازنی ولایت پنجشیر يې هم نيولی او د مقاومت له لاسه وتلی دی ډيری هېوادوال اوس راتلوونکي ته هيله مند شوي چې په هېواد کې سراسري امنيت رامنځته ته شوی او بايد په پوره قوت سره د يوه پراخ بنسټه او ټول شموله حکومت د جوړیدلو لپاره اقدام وشي او يو داسې حکومت جوړ شي چې نړۍ او ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

Comments are closed.

koi finance