The news is by your side.

چين ته د بګرام د هوايي ډګر د ورکولو په هکله د تا، لبانو بیان

خبريال وېبپاڼه: په ملګري کې د امريکا د متحده ايالاتو استازې نيکي هيلي د فاکس نيوز سره پخپله مرکه کې وويل چې چين په دې هڅه کې دی چې د بګرام د هوايي اډې کنترول ترلاسه کړي.

د نيکي هيلي له دې خبرو وروسته ډېری کورنیو او بهرنیو رسنیو دا خبر خپور کړ چې ګواکي د چین ځواکونه به د بګرام په هوايي اډه کې ځای په ځای او په دې اړوند د تا، لبانو سره هم توافق شوی دی.

مګر په دوحه کې د تا، لبانو د سياسي دفتر مطرح غړي سهيل شاهين پخپله یوه وینا کې دا خبر رد کړ او ویې ويل چې دا هېڅ کوم پلان او اراده شتون نلري ترڅو د چین پوځيان د بګرام په هوايي ډګر کې مېشت شي.

نيکي هيلي پخپلو څرګندونو کې دا هم ويلي و چې چين په دې هڅه کې دي ترڅو په افغانستان کې د خپل قدم د غښتلي کولو سره پاکستان نور هم ځواکمن کړي او په سيمه کې هند يوازې کوي او پاکستان ورباندې لاس بالا شي.

د بل لوری د چين له لوري هم دا ادعا او خبر رد شو، د چين د بهرینو چارو د وزير وياند وانگ ونبین خبريالانو ته وويل چې دا ډول خبرونه سم ندي، دوي یې ردوي، نوموړي زياته کړه چې چين د بګرام د هوايي اډې په هکله د تا، لبانو سره هیڅ ډول مذاکرات نه دي کړي.

چين او تا، لبان په داسې حال کې چين ته د بګرام د اډې د پرېښودو خبرونه ردوي چې د تا، لبانو له لوري ددې اډې د کنټرول کولو تراوسه میاشت هم نده پوره شوې.

د چارو شننونکي وايي د امریکا د حکومت پخواني چارواکي د امریکا د خلکو د غولو، د جوبایډن د پريکړې د ناسم ښکاره کولو په لټه کې دي، حال دا چې د تا، لبانو سره مذاکرات پخپله همدوی شروع کړي و نه جوبایډن.

بګرام په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترټولو ستره پوځي اډه وه، په افغانستان کې د امريکا د مداخلې دا ستره اډه څه موده وړاندې د افغان حکومت پوځ ته وسپارل شوې وه چې ۴۴ وروسته تا، لبانو دا اډه د افغانستان د حکومت څخه ونیوه او رسماً یې پخپل کنټرول کې واخيسته.

دغه اډه د کابل ولايت په ۴۵ کيلومترۍ کې شتون لري چې د تېرو شلو کلونو راهيسې امریکا استفاده کوله، دا اډه يو هوايي ډګر، يو پنځوس بستريز روغتون او د زندانیانو لپاره پراخ ځای لري.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.

koi finance