The news is by your side.

د نوي حکومت کابينې څلور مهمې پرېکړې اعلان کړې

 خبريال وېبپاڼه : تېره ورځ د افغانستان د نوي حکومت کابينې پخپله غونډه کې څو مهمې پرېکړې اعلان کړې، د حکومت د ویاند د بيان په اساس دغه غونډه د سهار په اتو بجو پيل سوه او د ماسپښين په دوه بجو پای ته ورسېده.

 په غونډه کې د افغانستان په اقتصادي او امنیتي وضعیت بحث وشو، دا چې په هېواد کې اقتصادي حالت ورځ تر بلې په خرابېدو دی نرخونه په فاحش ډول لوړېږي او د کنترول کوم درک نه لګیږي نو حکومت په دې هکله د یو لړ تدابيرو په هڅه کې دی چې هيله دا تدابیر به حالت یو څه را کنټرول کړي.

 د بل لوري د بحث دوهم مهم ټکی بيا امنيت و، که څه هم د تا، لبانو له لوري د جګړې پرېښودل ددې سبب شول چې جګړه په مطلق اکثریت کمه شي خو د تا، لبانو هخوا اوس داعش په هېواد کې د امنیت لپاره بل سرخوږی جوړ کړی دی، حکومت وايي چې داعش لوی جنجال ندی ځکه ولسي ريښه نلري ، خو د بل لوري بيا که داعش ولسي ريښه لري یانه خو د ولس قتل یې په وحشي ډول روان کړی او يوازې تېره اونۍ یې په قندوز کې تر يو نيم سلو زیات کسان په شهادت ورسول.

 د کابينې په پرونۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې ملي سوداګرو ته به اسانتیاوې زياتېږي ترڅو په اقتصادي حالت کې سمون راشي او همدارنګه به يوه هوايي شرکت چې کورنۍ ترانسپورت ترسره کوي د فعالیت اجازه ورکول کېږي، د بشري مرستو لپاره به ځانګړي ګودامونه جوړېږي او دا مرستې به په بې وزله خلکو په منظم ډول وېشل کېږي.

 شنونکي وايي چې حکومت بايد د نړيوال او کورني مشروعیت دواړو ترلاسه کولو هڅې چټکې کړي ځکه چې د هېواد اقتصاد هسې هم ځوړند و د موجودو بنديزونو سره به‌ د اقتصاد په نامه نور کوم څه پاتې نشي او خلک به مجبور شي چې بيا په ډله ايز ډول کډوالۍ ته مخ کړي.

Comments are closed.