The news is by your side.

تا، لبانو کابل ته د غني د راتګ لپاره لومړنی او مهم شرط بیان کړ

 خبريال وېبپاڼه : د افغانستان د نوي حکومت ځينې چارواکي وايي چې افغانستان ته د اشرف غني ته راتګ سره هیڅ ډول کوم مشکل نلري، غني کولی شي کابل ته راشي او دلته د هر افغان غوندې خپل ژوند وکړي، د نوي حکومت چارواکي وايي چې اشرف غني به لکه نور افغان چارواکي خوندي ژوند ولري او دلته به يې سر و مال خوندي وي.

 د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني اوس په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي، هغه چې کله د افغانستان څخه ولاړ نو وروسته یې په یوه ويډیويي پیغام کې وويل چې دی د سخت مجبوریت له کبله ولاړ خو بېرته افغانستان ته د تګ اراده لري او د يو لړ مشورو وروسته به بېرته افغانستان ته ولاړ شي‌.

 خو په ملګرو ملتونو کې د تا، لبانو استازی سهيل شاهين وايي غني کولی شي افغانستان ته راشي خو یو شرط چې موجود دی هغه دادی چې اشرف غني بايد د ځان سره هغه پيسې هم بېرته راوړي کومې یې چې د افغانستان څخه وړې وې.

 خو اشرف غني وايي چې د افغانستان څخه يې هېڅ ډول پيسې نه دي وړې او نه يې ددې فرصت ترلاسه کړی دی چې پيسې ورسره يوسي، نوموړی وايي تيار دي نړيوالو بنسټونو او تحقيقاتو ته په دې برخه کې حساب ورکړي.

Comments are closed.

koi finance