The news is by your side.

تا، لب وزير له امریکا څخه ډېره معصومانه غوښتنه وکړه

خبريال وېبپاڼه: تا، لب وزير له امریکا څخه ډېره معصومانه غوښتنه وکړه، د افغانستان د نوي حکومت يوه وزير د امريکا د متحده ايالاتو څخه یوه ډېره معصومانه غوښتنه کړې ده، امريکا د افغانستان د تازه واک ته رسیدلي حکومت په وړاندې ډول ډول خنډونه رامنځته کړي دي او دې کار په افغانستان کې هم د حکومت چارې له مشکل سره مخ کړې دي او هم يې د افغانستان د خلکو ژوند تريخ کړی دی.

خيرالله خيرخواه چې د افغانستان د نوي حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزير دی د الجزيرې سره پخپله يوه مرکه کې د امريکا څخه غوښتنه کړې ده چې ددوی په وړاندې دې خنډونه نه جوړوي بلکې دوی ته دې فرصت ورکړي چې د افغانستان خلکو خدمت وکړي، خيرخواه ويلي دي چې بنديزونه به صرف د افغانستان د خلکو کړاو زيات کړي خو د افغانستان حکومت او خلک به د نورو هېوادونو ناسمو غوښتنو ته تسلیم نشي.

تر دې وړاندې د هېواد د بهرنيو چارو وزير هم په قطر کې ويلي و چې جګړې او فشارونو له دې پخوا هم کار نه و ورکړي دا ازمويل شوې لارې دې بيا نه ازمويل کېږي که څوک د افغانستان د نوي حکومت په هکله اندیښنې لري نو دا اندېښنې دې د خبرو او ډيپلوماسۍ له لارې حل کړي په بنديز او فشار به مطلوب هدف هېڅکله ترلاسه نشي.

امريکا د افغانستان شاوخوا لس ميليارده ډالر قيد کړي دي چې دا کار ددې هېواد د اقتصادي څرخ په وړاندې د ګڼو ستونزو سبب شوی دی، د نورو هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي راکړې ورکړې د مشکل سره مخ دي او صادارت او واردات دواړه د سختو مشکلاتو ښکار شوي دي، که څه هم امريکا او نړيواله ټولنه ملګري ملتونه د افغانستان سره د بشري مرستو خبره کوي خو شنونکي وايي چې د بشري مرستو په ځای دې د افغانانو خپلې پيسې له قيد څخه خلاصې شي.

Comments are closed.

koi finance