The news is by your side.

د تا، لبانو هغه مهم وړاندیز چې خليلزاد له غني څخه پټ کړي و

خبريال وېبپاڼه: د سولې د خبرو لپاره زلمی خليلزاد د امريکا له طرفه مسول ټاکل شوی او د تا، لبانو سره د سولې خبرې لومړی هغه پيل کړې، خو په دې خبرو کې یې د اشرف غني څخه داسې خبره پټه کړه چې هرڅه يې خراب کړل.

تا، لبانو زلمي خليلزاد ته په دې وروستيو کې ويلي و چې دوی په دې باندې ښه پوهیږي چې د افغانستان د پوځ شمېر دری نيم لکه ندی بلکې ټول پوځ تر دې ډېر زيات کوچنی دی او ياد شوي ارقام‌ دروغ دي، له همدې کبله هېڅ اړتيا نشته چې حکومت نور له دې زيات مقاومت وکړي، موږ تيار يو چې د دریو مياشتو لپاره اوربند وکړو او په دې موده کې د افغانستان د حکومت سره د سولې خبرې هم چټکې کړو ترځو يوې مطلوبې پايلې ته ورسېږو، تا، لبانو دا خبرې خليلزاد ته وکړې او ورته ويې ویل دا خبرې دې اشرف غني ته ورسوي.

خو زلمي خليلزاد په هغه وخت کې چې د افغانستان پوځ او حکومت په سخت حالت کې و د تا، لبانو دا مهم پيغام اشرف غني ته ونه رساوه، بلکې وروسته له دريو مياشتو چې نور حکومت او تا، لبانو په یوه او بل باندې باور په کامل ډول له لاسه ورکړی و خليلزاد اشرف غني ته وويل چې يو وخت کې ورته تا، لبانو دا ډول وړانديز کړی و.

د چارو شننونکي وايي چې له لومړي سر څخه زلمي خليلزاد اشرف غني‌‌ د سولې له خبرو ګوښه کړ او هغه یې يو ډول منزوي کړ، هغه به خپله پرېکړې کولې وعدې به یې کولې، خبر به ده وکړه او وروسته به یې د غني څخه غوښتل چې صرف دده خبرې عملي کړي، پايله يې دا شوه چې د يو نيم کال په تیریدو سره سره افغان حکومت او تا، لبانو د سولې په خبرو کې بريا ترلاسه نکړه او خبره جن، ګ ته ولاړه.

Comments are closed.

koi finance