The news is by your side.

خلیلزاد پر سوله نوی کتاب لیکي

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د سولې د چارو لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي نن د خپلې دندې څخه استعفا وکړه او دا استعفا یې سمدلاسه ومنل شوه او په ځای يو بل امريکايي مامور وټاکل شو، د استعفا وروسته ښاغلي خلیلزاد ته يوې نژدې سرچينې خبريال وېبپاڼې ته د هغه د تازه پلان په هکله مهمې څرګندونې وکړې.

د يادې سرچینې په خبره چې خليلزاد پلان لري د افغانستان او امريکا د اړيکو په ځانګړي ډول د سولې د پروسې او رامنځته شوي حالت په هکله يو مهم کتاب وليکي، سرچينه وايي چې خليلزاد د تا، لبانو سره د سولې د خبرو يوه اوږده پروسه مخته يوړه چې نېږدې ۱۸ مياشتې وخت يې ونيوه، ښاغلي خليلزاد د سولې د خبرو د پروسې په جريان کې خپل ورځنی یادداشت نيوه او پلان یې وه دا ټول حالات او پېښې به په یوه کتاب کې راټولوي، چې اوس یې د وخت په موندلو سره پرېکړه کړې چې ياد یاداشتونه د کتاب په شکل وليکي او راټول یې کړي.

خليلزاد د امريکا يو ډېر مهم مامور دی او ډېر مهم ماموریتونه يې هم مخ ته وړي دي، په ملګرو ملتونو کې د امريکا د ځانګړي استازي په صفت هغه د امريکا لپاره مهمه دنده ترسره کړې، وروسته بيا هغه په عراق کې د امريکا سفير او له دې وړاندې په افغانستان کې د امريکا سفير هم تېر شوی، په دې هرڅه کې خليلزاد د افغانستان د سولې په چاره کې ترټولو متفاوت رول درلود، يوې سرچینې د کابل څخه خبريال وېبپاڼې ته وويل چې خليلزاد د سولې د چارو د په مخ‌ وړلو په وخت کې دا اجازه نه درلوده چې د چا سره دوه په دوه ملاقات وکړي، د امريکايي مامورينو ترجدي نظارت لاندې و.

خليلزاد تر دې وړاندې هم د افغانستان په هکله يو کتاب ليکلی و، استازی د هغه ترټولو مشهور کتاب دی چې په افغانستان کې ډېر زيات لوستل شوی دی، تراوسه پورې په دې هکله دقیق معلومات نشته چې د هغه نوی کتاب به څه وخت خپور شي خو سرچینه خبريال وېبپاڼې ته وايي چې خليلزاد غواړي په دې کتاب کې د افغانستان د لومړيو ورځو نیولې بيا د سولې د وروستیو خبرو، د کابل د سقوط تر وروستیو شېبو پورې مهمې پېښې په دې کتاب کې راونغاړي نو کېدی شي پراخه حوصله وغواړي.

Comments are closed.

koi finance