The news is by your side.

په عام محضر کې د تا، لب مشر د نه ښکاره کېدو اصلي سب معلوم شو

خبريال وېبپاڼه: دا دي د دوه میاشتو څخه زيات وخت کېږي چې تا، لبان په افغانستان واکن شوي دي، خو بيا هم ددوی مشر په عام محضر کې نه دی ښکاره شوی، پرته له دې چې په عام محضر کې ښکاره شي آن یو غږیز مسج یې هم ندی خپور شوی.

دې ټولو ناخوالو هغه خبرونه او شکونه غښتلي کړل چې ويل کېږي ددوی مشر وژل شوی دی، صرف یوه اونۍ وړاندې داسې خبرونه خپاره شول چې ددې ډلې مشر د پاکستان له لوري وژل شوی دی، خو تازه ددې ډلې يوه مهم غړي پخپله وينا کې دا شکونه رد کړي دي او په دې هکله یې يو بله ادعا کړې ده.

انس ح، د سپوتنيک سره پخپله وينا کې ويلي دي چې ددوی مشر په افغانستان کې دی خو دا چې دوی د امريکا د بې پيلوټه الوتکو څخه وېره لري نو ځکه يې مشر په عام محضر کې نه ښکاره کیژي، انس ح وايي چې دوی اوس هم له امريکا څخه دا وېره لري چې مشر يې د امريکا له لوري د بی پيلوټه الوتکو په واسطه ونه وژ ل شي، ده وړاندې وويل چې ما پخپله لس ورځې وړاندې د خپل مشر هبت، ا سره وليدل هغه په افغانستان کې دی او خوندي دی، خو دا چې د هېواد فضا په سم ډول تر کنټرول لاندې نه ده راغلې او پوره خوندي نده نو له همدې کبله ددوی مشر په عام محضر کې نه ښکاره کېږي.
هبت ا، د تا، لبانو دريم مشر دی، تر دې وړاندې م اختر محمد ددې ډلې مشر و چې په پاکستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو له لوري ووژ ل شو، اوس دوی هم دا وېره لري چې هسې نه دا مشر یې هم د بې پيلوټه ښکار شي.

ډېری خلک په نوي حکومت نیوکې کوي خپل مشر نور بايد خپلو خلکو سره مخامخ شي، ډېری کسان په دې هکله يو بل ته پېغورونه هم ورکوي، خو اوس تا، لبان وايی چې مشر یې ژوندی دی، دوی سره ليدنې کتنې لري او صرف د امريکا د بې پيلوټه الوتکو له لوري نشي کولی چې په عام محضر کې راښکاره نشي.

Comments are closed.

koi finance