The news is by your side.

اردوغان له امريکا سره د دښمنۍ لومړی ګام پورته کر

خبریال ویب پاڼه/ د ترکیې او امریکا د نازکو اړيکو په هکله تل دا وړاندوينې موجودې وې چې ترمنځ به يې اړيکې يو وخت ترينګلې کيږي چې هغه وخت دادی راغلی.
راپورونه وايي چې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان په يوه بې ساري ګام اخيستو سره د امریکا په ګډون له لسو غربي هېوادونو سره نور سياسي اړيکې نه غواړي او د دې هېوادونو د سفيرانو په هکله يې ټینګه اراده کړې چې شړي به يې.
کله چې په ۲۰۱۶ زيږديز کال د ترکيې پر حکومت د کودتا هڅه وشوه له هغه وروسته د ترکيې باور پر امریکا نور هم کم، او اوس دې سرحد ته رسیدلی چې سفير يې شړل کيږي.
ولې د امريکا سفير شړل کيږي؟
په يوه تازه راپور کې ويل شوي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لسو غربي هېوادونو سفيران په خپل هېواد کې نامطلوب اعلان کړي هغه په دې هکله د بهرنيو چارو وزارت ته په سپارښتنه کړې د امريکا په ګډون د نورو لسو غربي هېوادونو سفيران نامطلوبه اعلان کړي چې ښايي په دې سره له دغه هېواده هم وشړل شي.
دوی څه کړي چې ایستل کېږي؟
د دې لسو هېوادونو سفيرانو په یوه اعلامیه کې د يوه ترکي سوداګر د خوشي کولو غوښتنه کړې وه او ترکيه ادعا لري چې دې کس په ۲۰۱۶ کال کې د دې هېواد پر ضد کودتا کې ښکېل وو، ځکه نو د دې سفيرانو اعلاميه بې ادبي ده او تر کيه يې په وړاندې دا اقدام کوي
تراوسه پوري آمريکا او نورو هېوادونو د‌ ترکيې د دې اقدام په هکله غبرګون نه دی ښودلی خو داسې فکر کيږي چې په حتمي ډول به د ترکيې دا کړنه له ډيپلوماټيکي اړخه غبرګونونه ولري.
ترکيه که څه هم د اسلامي هېوادونو په کتار کې د امريکا يو متحد هېواد بلل کېږي او د ناټو غړی هېواد دی خو په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې دي.
په ۲۰۱۶کال کې د ترکيې د حکومت په وړاندې د کودتا یوه ناکامه هڅه وشوه چې د خلګو له لوري خنثی شوه ترکيه تور لګوي چې د دې کودتا مشري په امريکا کې ميشت فتح الله ګولین کوله خو هغه دا ادعا رد کړې ده

Comments are closed.

koi finance