The news is by your side.

شپږ مياشتې وروسته څه کيږي؟ امريکا له افغانستانه ويره لري

خبريال ويب پاڼه/ څه هم داسې څه نشته چې د تالبانو له راتګ وروسته دي امريکا حتمي د افغانستان پر فضا د الوتکو ګزمه کړې وي خو امريکا څرګنده کړې چې په افغانستان او سيمه کې دې چارې ته چمتو اا فعاله دي.
د يو شمېر راپورونو پر بنسټ ويل شوي چې امريکا او پاکستان دې هوکړې ته نژدې شوي چې د پاکستان له هوايي حريم څخه په استفادې امريکايي بې پيلوټه الوتکې په افغانستان کې هوايي بريدونه وکړي له دې څخه داسې څرګنديږي چې امريکا افغانستان نه پريږدي.
اوس تازه د امريکا د دفاع برخې مسولینو ويلي چې دوی له افغانستان څخه ويره لري، او په راتلوونکي شپږ میاشتو کې دوی ته د ترهه ګرو ډلو له لوري يو لوی ګواښ متوجې دی.
دوی په خپلو څرګندونو کې ويلي چې په افغانستان کې ترهه ګرې ډلې په دوه او يو شمېر يې په شپږ میاشتې کې پر امريکا د بريد جوګه کیدلای شي.
هغوی وويل چې هرڅه په سيمه کې د بې پيلوټه الوتکو په وسيله څاري او د دوی الوتکې افغانستان او سیمې ته پروازونه کوي.
تراوسه پوري په دې هکله تالبانو څه نه دي ويلي خو دريځ يې دادی چې امريکا ته اجازه نه ورکوي چې افغانستان کې دا چاره ترسره کړي.
د بايډن حکومت په دې سره غواړي چې خپلې ناکامۍ چې افغانستان کې ورسره مخ شوي پټې کړي ځکه دا مهال پر هغه انتقاد دی چې په افغانستان کې د دې هېواد شل کلن ماموريت او لاس ته راوړنې له خند او منځه تللو سره مخ کړې.
تيره ورځ د امریکا د سنا مجلس يوه مخکښ غړي ليډسي ګراهام وويل چې بايډن د امريکا په تاريخ کې يو بې کفایته ولسمشر دی او د افغانستان په اړه يې د هغه پر پالسي او سولې خبرو انتقاد وکړ.
بایډن وويل چې په افغانستان کې خپله تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسوي خو کله چې امريکايي پوځيان له افغانستانه ووتل ورسره سم افغان دولت هم سقوط وکړ.

Comments are closed.

koi finance