The news is by your side.

د جي ۲۰ هېوادونو څخه د تا، لبانو مهمه غوښتنه

خبريال وېبپاڼه: تېره میاشت د جي شل هېوادنونو پخپل منځ کې د افغانستان په هکله یوه مهمه غونډه ترسره کړه او په دې غونډه کې یې اعلان وکړ چې د افغانستان سره تر يو ميليارد ډالرو زياته مرسته کوي.

مګر په کابل کې د افغانستان حکومت وايي چې دوی تراوسه پورې دا مرستې نه دي ترلاسه کړې، د نوي حکومت له لوري په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي څوکۍ ته معرفي شوی سهيل شاهين وايي چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې د زیاتېدو په حال کې دی ژمی روا نېږدې کېدونکی دی خو جي شل هېوادنونو چې د کومې مرستې اعلان کړی و هغه تراوسه پورې افغانستان ته نه دي رسېدلې پکار ده چې دا هېوادونه پخپله ژمنه عمل وکړي او دا مرستې افغانستان ته وسپاري.

شاهين د امريکا له لوري د افغانستان د قيد شویو پيسو په هکله هم مهمې څرګندونې وکړې او ويې ويل چې نړيوال بايد د افغانستان د بندو شویو پيسو د خلاصون په اړوند ددوی ملاتړ وکړي.

نوموړي پخپل ټویټر کې هم ليکلي چې په افغانستان کې ژمی رانږدې شوی دی او سخت ساړه را روان دي، پکار ده چې جي شل هېوادنونو څه موده وړاندې د افغانستان سره د یو ميليارد ډالرو زياته مرسته اعلان کړه هغه افغانستان ته وسپاري ترڅو مرستو ته اړ خلکو ته مرستې ورسېږي، شاهین ټینګار وکړ چې دوی د هغه بشري سازمانونو سره بشپړې مرستې ته تيار دي چې دا کمکونه به افغانستان ته رسوي‌.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې ژمی رانږدې کېدونکی دی د افغانستان نوی حکومت د دوه میاشتو په تېرېدو هیڅ کوم هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی او له همدې کبله په دې هېواد کې بانکي معاملات او نورې اقتصادي چارې د سختو مشکلاتو سره مخ دي او هېواد د یوه اقتصادي ناورين سره د مخ کېدو په حال کې دی.

Comments are closed.