The news is by your side.

د هند د هوايي ځواک له لوري تا، لبانو ته خبرداری

خبريال وېبپاڼه: په افغانستان باندې د تا، لبانو واکمنۍ ته په هند کې اندیښنې په زياتېدو دي، که څه هم هند د تا، لبانو تراوسه په دې وروستيو کې صرف يو ځل تماس نيولی دی خو ددې هېواد دننه د تا، لبانو په وړاندې دریځ پخوانی دی، اوس هم ددې هېواد حکومت او خلک په دې اند دي چې تا، لبان د پاکستان تر کنټرول لاندې دي.

تازه ددې هېواد د اوتارپرداش ايالت اعلی وزير خبرداری ورکړی دی چې د تا، لبانو له لوري د هند د ګټو د ګواښلو په صورت کې به دوی باندې د هند پوځ بې رحمه هوايي بریدونه پيل کړي، د یاد ايالت اعلی وزير ويلي دي چې د پاکستان خوښي یې لويه ده، هند د خپلو ګټو ساتلو ته ژمن دی او که تا، لبان ګواښ ورته متوجه کړي نو د هند هوايي ځواک له يوه شديد غبرګون سره به مخ شي.

که څه هم تا، لبانو په ښکاره څو ځله ويلي دي چې د هندوستان په شمول د ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او د افغانستان د خاورې څخه به د هېڅ هېواد په وړاندې کوم ګواښ رامنځته نشي خو د هند صدراعظم پخپله وروستۍ ليدنه کې هم امريکايي مقاماتو سره د تا، لبانو په تړاو خپلې اندیښنې شریکې کړې وې.

هند تل د پاکستان پلوه افراطي ترهګرو ډلو له ګواښ سره مخ وي چې وخت ناوخت ددې هېواد په ځينو برخو کې د حملو ترسره کولو کوښښ کوي، هند د افغانستان د پخواني حکومت سره ډېرې نېږدې اړيکې درلودې خو په افغانستان کې د تا، لبانو له لوري د واک ټينګولو وروسته دې هېواد د افغانستان څخه خپل سفارت وايست، د تا، لبانو د حکومت د پرلپسې غوښتنو وروسته هم دې هېواد بېرته په افغانستان کې د بيارغونې او د خپلو نيمګړو پروژو پوره کولو ته زړه نه دی نیولی خو دومره یې ويلي دي چې د افغانستان سره به بشري مرستې ترسره کړي.

Comments are closed.

koi finance