امرالله صالح د اشرف غني څخه مهمه غوښتنه وکړه، وايي همدا یې وخت دی
خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح د خليلزاد په هکله د وروستیو څرګندونو څخه په راپورته شويو ناندريو کې ورګډ شو او نن یې په دې هکله د ښاغلي غني څخه يوه مهمه غوښتنه وکړه.
امرالله صالح په اشرف غني غږ کړی دی چې د زلمي خليلزاد او نورو بهرنیو چارو ديپلوماتانو سره دې د سولې په هکله د شويو خبرو ځينې برخې خپرې کړي، امرالله صالح زياته کړې ده چې همدا یې ښه وخت دی چې دا خبرې خپرې شي او حقيقت ښکاره شي، نوموړي زياته کړې ده چې خليلزاد د تا، لبانو سره ځينې پټ توافقات درلودل چې د هغوي په هکله يې افغان حکومت سره هېڅ ډول خبرې ونکړی او افغان حکومت یې تر اخره ورباندې خبر نکړ.
د خليلزاد په هکله تازه نانندرۍ په داسې حال کې زور اخلي چې تېره ورځ د امريکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکېن په يوه تلویزیوني مرکه کې وويل چې اشرف غني ددوی سره ژمنه کړې وه چې واک به د تا، لبانو ته مشرۍ نوي حکومت ته پرېږدي، دی وايي چې غني وروسته دوی ته وويل چې يا به یو سوله ايز جوړجاړی کېږي او يا به تر مرګه پورې جګړه کوي خو غني نه جګړه وکړه او نه سوله.
که څه هم ډېر کسان شته دي چې د خليلزاد او تا، لبانو ترمنځ د توافق د پټو مادو خبره کوي خو په ښکاره بيا دواړه لوري دا ادعاوې ردوي، تراوسه پورې پخواني ولسمشر اشرف غني د خپل مرستیال څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی او نه هم دا معلومه ده چې دوی به د خليلزاد او نورو بهرنیو ډيپلوماټانو سره د سولې په هکله څه ډول خبرې کړې وي چې له ملت څخه دومره پټې ساتل شوې دي او ملت بايد اوس ورباندې خبر شي.
پوهان وايي چې په خليلزاد نیوکې بې ځايه دي، امريکا دومره ماشومانه دولت نه دی چې خپلې چارې د خليلزاد شخصي دریځ او حواسو ته پرېږدي، خليلزاد چې څه کړي هغه امريکا غوښتل او خليلزاد د يوه امريکايي په صفت خپله دنده ترسره کول او منل يې.
Comments are closed.