افغان تالبان د پاکستان په ملاتړ د تحريک تالبان پر ضد دريږي
خبريال ويب پاڼه/ وروستیو راپورونو کې ويلړشوي چې افغان تا لبان په دې کوښښ کې دي چې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ روغه جوړه وکړي خو هغوی ورسره نه ده منلې.
دا چې تالبان او پاکستان نه بېلېدونکي نومونه دي اوسمهال يې يو له بل سره اړیکې هم ښه دي خو پوښتنه داده چې د تحريک تالبان پاکستان او د پاکستاني حکومت ترمنځ افغان تالبان کوم انتخاب لري؟
دا ښکاره خبره ده چې د افغان تالبانو او پاکستان اړيکې پيچلې او ګټې يې سره شریکې دي.
اوس به افغان تالبان پاکستان که ټي ټي پي و ټاکي؟
په دې هکله تازه خبرونه دادي چې افغان تالبان لومړی هڅه کوي چې ټي ټي پي د پاکستان سره پر سوله او خبرو راضي خو که هغوی و نه منل نو بیا يې پر وړاندې دريږي.
یو شمېر پاکستاني چارواکو ويلي چې د خبرو او سولې پرته چې ټي ټي پي يې بايد له پاکستاني حکومت سره وکړي افغان تالبانو باور ورکړی چې دوی به یې پر وړاندې دريږي.
پاکستاني ورځپاڼې ایکس پريس ټربيون په دې هکله په خپل یوه راپور کې دا مسله څېړلې او راپور يې پرې جوړ کړی.
دې ورځپاڼې کابل کې د پاکستاني سفير منصور احمد خان له خولې ویلي دوی له ټي ټي هي سره د مسلې هواری له هرې لارې غواړي هغه زياته کړې په دې درشل کې به ډيرې ترهه ګرې ډلې خبرو ته تيارې هم شي، او څوک چې دا چاره نه کوي نو په وړاندې به يې پوځي عملیات ترسره شي
د ده له خولې ويل شوي چې د افغان تالبانو له لوري د ټي ټي پي په هکله کوم دريځ نه دی څرګند شوی چې تحفظ او مصونيت ورکول شي بلکې دوی ته ډاډ ورکول شوی چې افغان خاوره به د دوی پر ضد نه استعماليږي
منصور خان څرګنده کړې چې د ټي ټي پي او نورو ترهه ګرو ډلو په وړاندي د افغان تالبانو ځواب مثبت دی او پر وړاندې به يې دریږي
منصور أحمد پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې افغان تالبانو هڅه پيل کړې چې تحريک تالبان پاکستان او د پاکستان دولت خبرو ته کښېنوي چې تر اوسه يې کومه نتیجه نه ده ورکړې.
Comments are closed.