The news is by your side.

طا-لبانو په ناقانونه بڼه واکسیناتوران ګومارلي

خبريال وېبپاڼه: طا-لبانو په ناقانونه بڼه واکسیناتوران ګومارلي، طا-لبانو پرته له دې چې دWHO یا روغتیا نړیوال سازمان ورسره موافقه وکړي په ټولو ولایاتو کې با تجربه واکسیناتوران له دندو ګوښه کړي او خپل وسله وال یې د واکسین په اوسني کمپاین کې ګومارلي.

یوې موثقې منبع خبریال ته وویل چې ط- البان د نړیوال روغتیایي سازمان سپارښتنو او اندیښنو ته هیڅ پام نه کوي.

پخواني تجربه لرونکي واکسیناتوران چې د ماشومانو په احصاییه،متضررو سیمو، واکسین قوانینو او خریطې جوړولو بلد دی د پخواني جمهوریت له امنیتي ادارو سره په ملاتړ تورنوي او په همدغه بهانه یې ځای خپلو نا لوستو وسله والو ته سپاري.
دعامې روغتیا وزارت د واکسین برخې یوه چارواکي وویل ط- البان دوی ته هیڅ ارزښت نه ورکوي او د دوی چارې د موازي روغتیایي مسئولینو لخوا پر مخ بیایي.

د‌ دندو څخه د پخوانیو واکسیناتورانو لرې کول د هغه ژمنو خلاف دي چې د تا، لبانو حکومت کړې وې، ددوی حکومت اعلان کړی و چې په هېڅ شکل به عام مامورين له دندو لرې نکړي بلکې يوازې هغه کسان به د خپلو دندو لرې کړي چې په لوی فساد کې ښکېل او بل به سياسي پوستونو څخه د پخواني حکومت کسان لرې کړي خو اوس دا پروسه ان تر واکسيناتورانو پورې رسېدلې ده ، تر دې وړاندې ان ددوی حکومت د ښوونځیو مديران هم بدل کړل او مطلق اکثریت ګومارل شوی کسان بې سواده او يا هم غيرې مسلکي خلک دي چې په هېڅ ډول اداري کارونو نه پوهېږي او پخپله خوله اقرار کوي چې په هېڅ نه دی خبر بس اما- رت ورباندې حکم کړی او دوی هم منلی دی.

ددې ترڅنګ په روغتيايي بخش کې د بې تجربې کسانو ګومارل بيا په مستقيم ډول د انسانانو د ژوند سره لوبې دي هغه هم په دومره حساسه برخه کې چې ماشومان دي، د ماشومانو بدن یو ډېر حساس حالت کې وي او بدن یې د ناروغۍ یا کوم بل جانبي عوارض په وړاندې چندان مقاومت نلري نو په دې برخه لازمه ده چې د تا، لب وسله واله ګومارل يوې خواته پرېښودل شي او ددې په ځای دا کار بېرته مسلکي کسانو ته وسپارل شي.

Comments are closed.