د تالبانو شاهین امريکا ته مهم وړاندیز کړی
خبريال ويب پاڼه/ تالبان غواړي چې تر ټولو هېوادونو وړاندې يې امريکا په رسميت وپيژني او ورسره يارانه جوړه کړي.
پر افغانستان د تالبانو له واکمنۍ سل ورځې اوري خو لاهم هيڅ هېواد دا ډله په رسميت نه ده پيژندلې.
په قطر د تالبانو د دفتر نړيوال وياند سهېل شاهين خپلې تازه څرګندونې امريکا ته پر وړانديزونو متمرکزې کړې.
شاهین د خپلو خبرو په لړ کې امريکا نقد کړې چې خپلې ژمنې نه عملي کوي، هغه ويلي امريکا دي د مذاکراتو پر ځای عملي ګامونه پورته کړي.
شاهين ويلي چې د دې هرکلی کوي چې امريکا سره د خبرو پړاو ته اوړي ولې امريکا دي پر خپلو ژمنو ودریږي.
شاهين د افغانستان وضعیت ته په اشارې وويل چې مرستو ته اړتیا لري او امريکا بايد افغانستان په رسميت وپيژني.
په نژدې ورځو کې احتمال شته چې امريکا او تالبان د مذاکراتو يوه پړاو ته ننوزي چې له افغانستان سره د مرستو، اقتصادي موضوعاتو او د تالبانو د حکومت د رسميت پيژندلو په اړه به بحثونه کیږي
د دې مذاکراتو لپاره د تالبانو د بهرنيو چارو وزير هم ګډون کوي او له امریکايي لوري سره به یوې هوکړې ته رسيږي.
تالبان تسليم شول
تر اوسه پورې د تالبانو له واکمنۍ افغانستان کې سل ورځې اوړي خو د پاکستان په ګډون د نړۍ هیڅ یوه هېواد تراوسه په رسميت نه دي پيژندلي چې عام افغانان يې په خپل راتلوونکي بې باوره کړي او اړتیا ده چې داسې حکومت شتون ولري چې د ملت راتلوونکی تضمين کړي، خو افغانستان کې چې څوک اوس واکمن دي نو خپل راتلونکی يې نه دی تضمين.
تالبان کوښښ کوي چې له امریکا سره اړیکې جوړې او د افغانستان کنګل شوې پيسې له بنديزه خلاصې کړي
د افغانستان په هکله د نړۍ والې ټولنې اندېښنې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي او داسې راپورونه ورکول شوي چې روان اقتصادي کړکيچ به د افغانانو ژوند نور هم سخت کړي
Comments are closed.