The news is by your side.

تا،لبانو ته د پاکستان بله ضربه؛ غ ټاپي پروژې اړوند نوی اعلان

خبريال وېبپاڼه: په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو وروسته تا، لبان په هڅه کې دي چې وران ویجاړ اقتصاد ورغوي او خپله دولت داري ورباندې مخته یوسي، ان ددې لپاره تا، لبان اوس د امريکا سره کوم چې ددوی سره ظلم وکړ هم د ښو اړيکو غوښتونکي دي، په لنډ وخت کې دری میاشتې وخت و تا، لبانو د اقتصادي چارو د پيل لپاره بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړل خو اوس ښکاري داسې چې پاکستان د تا، لبانو د‌ مالي وضعيت ښه کېدو ته چندان خوشبین نه دی.

د افغانستان د اقتصاد لپاره د ټاپي پروژه حياتي ارزښت لري، د افغانستان تېر حکومت هم دې پروژې ته ډېر ارزښت ورکاوه خو د تا امنيو او جګړې له کبله په افغانستان کې دا پروژه عملي نشوه، اوس نوی حکومت هم ددې پروژې لپاره ډیر هيله مند، خو په وړاندې یې ځینې خنډونه رامنځته کېږي.

تا، لبان هڅه کوي د ټاپې پروژې کارونه په افغانستان کې عملي کړي پيل ترڅو ددې پروژې له لارې د ترکمنستان ګاز د افغانستان او پاکستان له لارې هندوستان ته انتقال شی، مګر د پاکستان د اقتصاد وزير عمر ایوب خان نن وويل چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې پيل کول د اوس لپاره ګرانه خبره ده، هلته به هغه وخت پروژه عملي پيل شي ترڅو ثابت او امنیت رامنځته شي، نوموړي وویل چې د افغانستان د وضعیت د ارزولو وروسته بايد په دې تړاو پرېکړه وشي.

forum bahis

د پاکستان د اقتصاد وزير عمر ایوب خان

په داسي حال کې چې تا لبان بيا بيا وايی چې په افغانستان کې امنیت ښه دی دوی د ټاپي پروژې بشپړ امنیت نيسي د‌ دفاع وزير محمد يعقوب وويل چې شخصا دی ددې پروژې د امنیت چارې په تضمین په غاړه اخلي او ټول حکومت به په ټول قوت ددې پروژې امنيت نيسي خو پاکستان بيا هم ټينګار کوي چې په افغانستان کې امنیت نشته دا پروژه اوس نشي پيل کېدی.

Comments are closed.

koi finance