ايران ته د افغانستان په صادراتو پنځوس سلنه زياتوالی راغلی
خبريال وېبپاڼه: د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست مشر وايي چې په روان کال کې ايران ته د افغانستان د صادراتو کچه ۱۷ ميليونه ډالرو ته رسېدلې ده چې دا د تېر کال په نسبت پنځوس سلنه زياتوالی ښيي.
محمد يونس مومند د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مشر وايي چې که د یوه لوري ايران ته ددوی صادرات زيات شوي دي د بل لوري بيا تراوسه هم د ايران له لوري دوی ته ګڼې ستونزې جوړېږي او دا ددې سبب کېږي چې په لوړه پيمانه ايران ته د صادراتو مخه ونيول شي، نوموړي وويل چې دېرش کاله کېږي د ايران سره همدا ستونزه لري چې ايرانی لوری د افغانستان په عامو موادو باندې ماليه لوړوي چې دا ددې سبب کېږي چې صادر کوونکی کس ايران د خپلو صادارتو په کولو د سره غور وکړي او د صادراتو کچه را ټیټه شي.
په هرات کې ددې ولايت د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مسولين وايي چې ايران ته یې ډېری صادراتي توکي وچې مېوې، زراعتي توليدات او د ډبرو سکاره دي، ياد مسولين زیاتوي چې دوی هڅه کوي ايران ته د صادراتو کچه لوړه کړي.
د ايران سره د افغانستان سوداګري د بل هر وخت په پرتله زياته شوې وه، د پاکستان سره بيا سوداګري د تاریخ ترټولو ټيټې کچې ته رسېدلی وه، خو په کابل د تا، لبانو د واکمنۍ وروسته د پاکستان سره سوداګري بيا زياته سوه او د ايران سره سوداګري راکمه شوه.
د بل لوري اقتصاد پوهان وايي چې د صادراتو زیاتېدل د هېواد لپاره حياتي ارزښت لري، په ځانګړي ډول په اوس وخت کې چې په هېواد کې د ډالرو کمی د صادراتو زیاتېدل ددې سبب کېږي چې د افغانستان د اسعارو بازار ته د ډالرو راتګ زيات شي. دا پوهان زياتوي چې نوي حکومت ته پکار ده چې د پاکستان او ايران دواړو سره د ګمرکونو ستونزې حل کړي او ترڅنګ یې د کورنيو توليد کوونکو مسايلو ته هم پام وکړي ترڅو داخلي توليدات د سقوط سره مخ نشي.
Comments are closed.