د ګاونډي هېواد او تا، لبانو ترمنځ شديده جګړه رامنځته شوه
خبريال وېبپاڼه: د ګاونډي هېواد او تا، لبانو ترمنځ شديده جګړه رامنځته شوه. د طا، لبانو او ګاونډي هېواد د سرحدي پوځیانو ترمنځ بيا شديده جګړه رامنځته شوې ده، ځائی سرچینې وايي چې په نیمروز ولایت کې د طا، لبانو او ايراني پوځيانو ترمنځ شديده جګړه پيل شوې ده او ان د سيمو خلکو ته خبرداری ورکړل شوی دی چې د سیمې څخه ووځي.
جګړه د کنګ ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې رامنځته شوې ده او دواړو لوریو يو په بل باندې د سپکو او درنو وسلو استعمال هم ليدل کېږي، تراوسه پورې دا معلومه نده چې ددې جګړې سبب څه شي دی خو د طا، لبانو د راتګ څخه وروسته دا دوهم ځل دی چې ددوی او ایران د پوځيانو ترمنځ جګړه کېږي.
تر دې وړاندې يو ځل هغه وخت جګړه رامنځته شوه کله چې ايراني ځواکونو په سرحد کې د یوه افغان سپکاوی وکړ او هغه ته یې ناسم الفاظ وکارول، د هغه وروسته طا، لبان د ایران خاورې ته دننه شول او د ايراني ځواکونو پوستو ته ورغلل او له دوی څخه یې وغوښتل چې د افغان وګړي څخه بخښنه وغواړي.
د سرحدي جنجالونو بله نومونه هم د پاکستان سره په فرضي پوله باندې څه موده وړاندې رامنځته شوې وه، دوه مياشتې وړاندې په سپین بولدک کې پاکستاني پوځیانو يوه مېرمن په کونداغونو ووهله چې د طا، لبانو له لوري ورباندې ډزې وشوې او دری پاکستاني پوځيان ټپيان شول، له دې پیښې وروسته د يوې مياشتې څخه د ډېر وخت لپاره د سپین بولدک دروازه بنده وه او د ګڼو مذاکراتو وروسته څه موده وړاندې يو ځل بيا پرانيستل شوه.
Comments are closed.