د امريکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په هکله مهم پيغام خپور کړ
خبريال وېبپاڼه: د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو څو مياشتې وروسته د امريکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکېن په یوه وینا کې وویل چې ناټو اوس هم په افغانستان کې د تروريزم خلاف مبارزې ته ژمنه ده.
د امريکا د بهرنيو چارو د وزرات په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې د افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو د وتلو دری مياشتې وروسته اوس هم د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې د تروریستي ډلو لکه داعش خراسان په وړاندې په مبارزه باندې متمرکز دي.
نوموړي زيات کړه چې دوی هڅه کوي چې د ناټو لپاره يو داسې طرزالعمل جوړ کړي ترڅو ډاډه شي چې په بدلېدونکي جهان کې د موجودو ګواښونو په وړاندې اماده وي، ده وړاندې وويل چې ناټو د یوه ایتلاف په بڼه همدا اوس په افغانستان کې د موجودو ستونزو د اقتصادي مشکلاتو نيولې تر امنیتي مشکلاتو پورې د خبرو اترو او مبارزې په حال کې ده.
امريکا په داسې حال کې په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف د مبارزې خبرې کوي چې د افغانستان څخه د وتلو په مهال او په افغانستان کې د خپلو وروستیو ورځو په پای کې یې د کابل ښار په زړه کې په يو کور برید وکړ او د ماشومانو په ګډون یې لس بې ګناه افغانان ووژل، ددې پېښې په هکله نه يوازې امريکا بخښنه ونه غوښته بلکې ويې ویل چې دا برید د نظامي قوانينو خلاف نه و.
د ترهګرۍ سره د مبارزې وړاندې په افغانستان کې صرف یوه يا دوې ډلې وې څو کله چې امريکا افغانستان ته راغله او د ترهګرۍ سره يې مبارزه پيل کړه ددې ډلو شمېر تر شلو واوښت.
Comments are closed.